
د هلمند ګرمسېر ولسوالي، چې ډېورنډ کرښې ته نېږدې پرته ده، سږ کال په کې د تېرو کلونو په پرتله درې چنده زیات کوکنار کرل شوي دي.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې په دې ولسوالۍ کې تېر کال کې د کوکنارو کچه ډېره کمه وه.
د دې ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي توریالی وايي، چې تېر کال په ګرمسېر ولسوالۍ کې شاوخوا ۵ زره هکتاره کوکنار کرل شوي وو، خو سږ کال دغه کچه ۱۵ زرو هکتارو ته لوړه شوې ده.
د حاجي توریالي پر وینا، د کوکنارو دومره زیاتوالی که له کروندګرو سره مرسته کولی شي؛ نو د ناامنۍ له پاره هم بد زیری ګڼل کېږي.
د ګرمسېر ولسوالۍ د لوی دروېشان سمي اوسېدونکی محمد افضل لالا ولي جان اندېښنه ښيي، چې په دې ولسوالۍ کې د کوکنارو د کښت درې چنده زیاتوالی به ټول هلمند له ناامنیو، د پولیسو له چیلنجونو او د طالبانو له خطرونو سره مخ کړي. ده وویل، که د دې کار مخه ونه نیول شي؛ ښايي نورې ستونزې هم راپيدا کړي.

دوی دولت هم ملامتوي، چې په دې ولسوالۍ کې یې د ولس له پاره رغنیز او کرنیز خدمات نه دي ورکړي. دوی پر پولیسو هم تور پورې کوي، چې تېر کال پولیسو د هر جریب کوکنار په نه چپه کولو ۲۵۰ افغانۍ اخیستلې او ښايي سږ کال هم همداسې وشي.
د ګرمسېر اوسېدونکي وايي، که چېرې دولت په هره ولسوالۍ کې د کار زمینې برابرې کړي؛ ګروندګر به د کوکنارو کرولو ته نه اړ کېږي.
ویل کېږي، چې تېر کال د همدې ولسوالۍ ولسوال او امینه قومندان د کوکنارو د نه وهلو پر سر په میلیونونو کلدارو د اخیستلو له امله له دندو ګوښه شوي وو، خو څه موده وروسته بېرته په دنده ګومارل شو. خو ولسوال ردوي، چې ګوندې ده پیسې اخیستې دي.
د کرمسېر ولسوال ایوب عمر عمري هم سلام وطندرا ته ومنله، چې په دې ولسوالۍ کې د تېر په پرتله زیات کوکنار کرل شوي دي او علت یې هم د نړیوالې ټولنې بدیل معاشیت د پروګرام ټکني کېدل او په دې ولسوالۍ کې د کاری زمینو نه شتوالی دی.

عمري وايي، نه یې د کوکنارو د اړولو په اړه یې ولایت مقام ته وړاندیز کړی، خو تر اوسوه هغوی هدایت نه دی ورکړي، د ده پر وینا، که ولایت هر ډول هدایت وروکړي؛ دوی یې عملي کوي.
خو د دې ولایت له مخدره توکیو سره د مبارزې رییس سید احمد ورور وايي، چې په ټول هلمند کې تر ۸ زرو هکتارو پورې کوکنار کرل شوي دی.
ورور مني، چې د هلمند په ګرمسېر کې کوکنار کرل شوي، خو د اندازې په اړه یې معلومات نه لري.
بل پلو دهلمند ولايت د ګرمسيرولسوالي امنيه قوماندان تيمورشاه سلام وطنداره سره دمرکي پرمهال وويل چي کوکنارپدي ولسوالي کي کرل سوي خو هغه وايي د اندازي په اړه يي دقيقه شميره نده معلومه
په ورته وخت کې د کرمسېر امنیه قومندان تیمورشاه هم مني، چې په دې ولسوالۍ کې کوکنار کرل شوي، خو وایي، چې د اندازې په اړه یې دقیق معلومات نه لري.
تیمور شاه وویل، چې د کوکنارو ویلو ته وخت نه لري، بلکې دنده یې دا ده، چې امنیتي حالاتو ته رسيده ګي وکړي.
تیمور شاه ردوي، چې ګوندې په تېر کال کې یې د کوکنارو د نه اړولو پر سر پيسې اخیستې وې.
دغه ولسوالي شاوخوا یوسل او ۷۰ زره جریبه زراغتي او غیر زارعتي ځمکه لري، چې له جملې یې یو سل او ۲۰ زره جریبه ځمکه کې یې کرکیله کېږي.





