د راپورونو پر بنسټ د ټاکنیزو اصلاحاتوکمېسیون د غوراوي کمېټې ۷ غړي و پېژندل شول.
د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمېسيون مرستیال صدیق الله توحيدي سلام وطندار ته وویل، چې تر اوسه ستره محکمه، د اداري اصلاحاتو کمېسیون، بشري حقونه، پر اساسي قانون د څار کمېسيون، خبریالان، د ښځو د حقونو فعالان او مدني ټولنو خپل استازي معرفي کړي.
د توحيدي په وينا، دین محمد ګران، نادر هوتک، لطف الرحمان، فهیم دشتي، نعیم ایوب زاده زرقا یفتلي او احمدضیا لنګري په ترتیب سره د سترې محکمې، د اداري اصلاحاتو کمېسیون، بشري حقونه، پر اساسي قانون د څار کمېسيون، خبریالان، د ښځو د حقونو فعالان او مدني ټولنو له خوا پېژندل شوي دي.
د هغه په خبره تر اوسه دغه نوملړ وروستی نه دی او احتمال لري، چې تغيرات په کې راوستل شي.
توحیدي زیاته کړه، چې اوسمهال د ټاکنو په روڼوالي، د ټاکنیز نظام د تغير، د ټاکنیزو حوزو څېړل او د روڼوالي د کمېټې څېړلو په اړه کار روان دی.
د دغې کمېټې د پېژندلو په اړه د چارو اداره مسووله ده.
دغه اداره له دې وړاندې ویلي وو، چې يوه اونۍ وروسته به په دې اړه خپله لومړنۍ ناسته ولري.
خو د دوی د مودې له پوره کېدو وروسته اوس هم دغه ناسته ده شوې.
په پام کې ده، چې دغه کمېټه نوي کمېشنران د ټاکنو خپلواک کمېسيون له پاره وپېژني.
د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسيون د ولسمشر د تقنيني فرمان پر بنسټ د تېر چنګاښ په میاشت کې منځ ته راغی.
یاد کمېسيون څو ورځې وړاندې د ټاکنیز نظام د اصلاح له پاره ۱۱ ماده ییز وړاندیز کړی وو، چې ځينې يې د ولسمشر له لوري هم رد شوې.





