د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، چې ښځې باید په سياست کې ګډون وکړي او په سياست کې د ښځو ونډه اخیستل د اسلامي اصولو سره په تضاد کې نه دي.
د حج او اوقافو وزارت وزیر فېض محمد عثماني نن ( ۲۰۱۵ زیږدیز کال/ مې ۱۳مه) د "سنتي کلتور، دیني تعبیرونو او په افغانستان کې د ښځو سیاسي ګډون" تر عنوان لاندې په یوې ناسته کې وویل، چې هیڅ دیني حکم ښځې له سیاسي مشارکته نه دي منع کړي.
دیني عالمانو په دې تېرو څو کلونو کې په ټولنه کې د ښځو په سیاسي او ټولنیز ګډون په رسا ډول عامه پوهاوی نه دی کړی.
د حج او اوقافو وزارت وايي، په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې د جمعې لمانځه د خطبو د ارزونو له پاره یو کمېسیون وټاکي.
د عثماني په وینا د دیني عالمانو د ظرفیت لوړونې او د ښځو د سیاسي او ټولنیز ګډون له پاره یو لړ پروګرامونه په پام کې لري.
د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر وویل، سنتي ارزښتونو ته د خلکو درناوی د دې لا مل شوی، چې ښځې په سیاسي او ټولنیزه برخه کې له ګډون نه وروسته پاتې شي.
نوموړې په دې باور ده، چې د عامه پوهاوي د کچې ټیټ والی او د سواد کچې کموالی د دې سبب شوی چې ښځو ته په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د ګډون اجازه ور نه کړل شي.
د سیما سمر په باور د سنتي کلتور غښتلتیا سیاسي جرړې لري او ځینې کسان د خپلو ګټو له پاره نه غواړي، چې دغه کلتوري پدیده بدلون وکړي.
په تېرو ۱۳ کلونو کې ښځې په دې توانیدلي دي، چې په سیاسي، کلتوري ، ټولنیزو او نورو برخو کې ګډون ولري.
دا زیاتوي سیمه ییز دودونه د دې سبب شوي، چې ښځې په ټولنیزو او سیاسي برخو کې ګډون ونه کړي.





