سعودي عربستان د جولای په ۱۰ مه او ۱۱مه د افغانستان د سولې په اړه د عالمانو غونډې کوربه دی

ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې او ثبات راوستلو په موخه د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو نړۍوال کانفرانس جوړ شي.

د سعودي عربستان پریس اژانس د راپور له‌مخې، یاد نړۍوال کانفرانس به د روانې جولای میاشتی په ۱۰مه او ۱۱مه نېټو د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض او مکه مکرمه کې ترسره شي چې په ترڅ کې به یې په افغانستان کې د سولې او ټیکاوو راوستلو په موخه ترهګري د اسلام سره په ټکر کې یاده او وبه غندل شي.

په دغه کانفرانس کې به له افغانستان څخه هم د عالمانو څلوېښت کسیز پلاوی سعودي عربستان ځي او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه هم ۱۵۰ تنه دیني عالمان په دې کنفرانس کې وګډون وکړي.

د یادونې ده چې یاد کانفرانس د اسلامي هېوادونو د همکارۍ او د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سازمان د ناستې په ترڅ کې د شوي پرېکړه‌لیک په پایله کې برابر شوی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په نږدې راتلونکي کې به افغانان د سولې او پخلاينې په برخه کې د يوى پرمختګ شاهدان وي او لوی زیری به واوري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام