امین کریم: د مرکچي پلاوي ۶۰ غړي د ځینو کړیو په لمسون نیول شوي

د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر امین کریم سلام وطندار ته وویل، د دوی ملګري د امنیتي همکاری له پاره مرکز ته راغوښتل شوي وو، خو په امنیتې ادارو کې د ځینو کړیو له خوا چې نه غواړي د سولې خبرې بریالۍ شي؛ د مرکچي پلاوي غړي یې په خپلو ولایتونو او نور هغه یې په لارو کې نیولي دي.

کریم امین په خبرو کې وویل، چې د حزب اسلامي شاوخوا ۶۰ غړو نیول کېدل به هېڅکله د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې په لاسلیک شوې هوکړې منفي اغیز ونه کړي.

دی وايي، د حزب مشرتابه پوهېږي، چې دا د سولې مخالفو کړیو کار دی او دوی به پرې نږدي، چې د دغو کړیو ناسم ارمانونه پوره شي.

د موضوع په تړاو مو هڅه وکړه، د کورنیو چارو وزارت غبرګون ولرو؛ ځواب مو ترلاسه نه کړ.

دغه راز د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د هوکړه لیک د پلي کېدو کمېسیون مشر اکرم خپلواک هم د تیلیفون په کرښه په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام