تېره شپه د بغلان ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې په یو واده کې د دوو غیر مسولو قومندانانو د خپل منځي نښتې له امله ۲۱ تنه ووژل شول او ۹ تنه ټپیان شوي دي.
د سرچینې په خبره په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.
د بغلان والي سلطان محمد عبادي سلام وطندار ته د ټلیفون پر کرښه وویل، چې دغه مرګ ژوبله د دوو قومندانانو د بچه بازۍ لپاره د "ښکلو هلکانو" پر سره رامنځته شوې ده.
نوموړي وویل، چې دغه نښته تېره شپه ۱۱ بجې رامنځته شوې او د امنیتي ځواکونو د راتګ په صورت کې پای ته رسېدلې ده.
د دغې ولسوالۍ ولسوال محیب الله محقق سلام وطندار ته د ټلیفون پر کرښه د پېښې پخلی وکړ او ویې ویل، چې د جمعه خان او ایوب دوو غیر مسولو سیمه ییزو قومندانانو پخوانۍ دښمنۍ له امله پر یو بل ډزې کړي او له امله یې د واده ۲۶ تنو ګډونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
محقق زیاته کړه، چې تر اوسه یې د پېښې د عاملينو پر تور څوک نه دي نیولي، خو د پولیسو پلټنې روانې دي، چې مسول کسان ونيسي او قانوني چلند ورسره وکړي.
د ده صلاح د بغلان هغه ولسوالي ده، چې وګړي یې اکثره وخت د ناامنیو او د غیر مسولو کسانو له موجودیت نه شکایت کوي.
له دې وړاندې هم په دې ولسوالۍ کې د یو واده په مراسمو کې د غیر مسولو کسانو د خپل منځي جګړې له امله شاوخوا ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د یادولو ده، چې ۳ اونۍ وړاندې هم په همدې ولسوالۍ کې ۳ وروڼه له کوره د تراویح لمانځه لپاره وتلي وو، چې د غیر مسولو کسانو له خوا وژل شوي وو.
له دغې پېښې نه روغتون یو شمېر وړل شويو ټپیانو سلام وطندار ته وویل، چې په دې پېښه کې ۴۰ ټپيان شوي دي
د عیني شاهدانو په خبره، په دې پېښه کې له ۵۰۰ تنو زیاتو کسانو ګډون کړی و.





