
داعشیانو پرون مازدیګر د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ برید کړی او تر اوسه په سیمه کې سخته نښته روانه ده. د سیمهییزو چارواکیو پر وینا، همدا مهال ۶۰ سیمهییز او ملي پولیس او ۳۵ د ملي اردو سرتېري د داعشیانو په محاصره کې دي.
د درزاب ځایناستي ولسوال بازمحمد دلاور سلام وطندار ته وویل، چې یوازې د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ ودانۍ د امنیتي ځواکونو په ولکه کې دي، ښار او ۵ امنیتي پوستې داعشیانو نیولې دي.
د دلاور پر وینا، تر اوسه ۹ افغان امنیتي ځواکونه او ۱۳ داعشیان وژل شوي او ۳ امنیتي پولیس ټپيان شوي او ۱۵ داعشیان ټپيان شويدي.
د ده په خبره، داعشیانو پر ولسوالۍ له بېلابېلو خواوو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې داعشیانو او افغان امنیتي ځواکونو ته درانه زیانونه اوښتي؛ خو کره معلومات نهشته.

د درزاب د ځایناستي ولسوال پر وینا د ملا غضنفر، ملا ابراهیم او قاري حکمت تر رهبري لاندې د داعش ۵۰۰ تنه جنګیالي له افغان امنیتي ځواکونو سره جنګېږي.
د ده پروینا، که دوی ته تازه دمي ځواکونه ور ونهرسېږي، جنګ به د داعشیانو په ګټه تمام شي.
د درزاب امنیه قوماندان عبدالقهار سراجي هم وضعیت اندېښمنوونکی بولي او وايي، چې په پیل کې د سیمهییزو پولیسو ۸ سرتېرې وژل شوي دي.
د ده په خبره، داعشیانو ته هم ډېره درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ورته وخت کې د جوزجان د ولایتي شورا غړی حفیظالله ندرت هم د داعشیانو له لوري د ملي اردو د ۳۵ تنو د محاصرې خبره کوي.
ندرت خبرداری ورکوي، که چېرې په بېړې سره نور امنیتي ځواکونه ور ونه رسېږي؛ حالات نور هم خرابېږي.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې شاوخوا ۶۰ امنیتي سرتېري د درزاب ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ کې د داعش لهخوا محاصره دي او بېرون ته د وتلو ټولې لارې پرې بندې دي.





