
جنګ په هیڅ صورت ښه انتخاب نه دی، خو کله چې د یو چا بقا له خطر سره مخ شي، بیا نو له نهایت مجبوریته له جنګ پرته بل انتخاب نه ورته پاتې کېږي، نو افغان حکومت هم چې د سولې له خبرو ناهیلی شو بالاخره یې د جنګ لاره انتخاب کړه، د جنګ په اړه یوه عامه مقوله ده چې وايي «په جنګ کې حلوا نه ویشل کېږي» نو طبیعي ده چې جنګ کې انسانان وژل کېږي او وینې تویږي، خو داسې هم نه ده چې جنګ کې به ددغه مقولې په اساس وچ او لامده له څیرمې سوځول کېږي، جنګ هم ځانته قانون، قاعده او منل شوي بین المللي اخلاقي قواعد لري، هغې کې د ملکي کسانو ژغورل، هغوی ته زیان نه رسول، ټپیانو او اسیرانو سره انساني چلند او عامه تاسیساتو نه لري جګړه کول شامل دي، خو له بده مرغه د افغانستان په جګړه کې دغه قواعد یا هیڅ نه دي رعایت شوي یا هم ډېره لږه توجه ورته شوې ده.
نو په روانو جګړو کې هم د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې احتمال زیات دی، ځکه د دولت مخالفان معمولا پاسته او نرم اهداف چې اکثریت یې ښارونو، کلیو او ګڼ میشتو سیمو کې وي په نښه کوي، په دغسې حالت کې زموږ امنیتي ځواکونو ته ډېره سخته وي، چې هم دښمن له منځه یوسي او هم د خلکو مال او سر ته ضرر ونه رسیږي. همدا پرون د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي دفتر (یوناما) د افغانستان په جګړه کې د تېرو درې میاشتو د ملکي وګړو د تلفاتو شمېرې اعلان کړې، چې له مخې يې دغو درې میاشتو کې شاوخوا شپږ سوه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي او څه باندې دیارلس سوه تنه ټپیان شوي دي، په دې کې اکثریت یې د طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو په انتحاري بریدونو او ګڼ میشتو سیمو کې د بمونو د الوزلو په وسیله وژل شوي دي، همدارنګه د دولتي ځواکونو له لوري هم ګڼو ملکي وګړو ته تلفات اوښتي دي.
له تېرو درې څلورو ورځو را هېسې د افغان دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ تقریبا د هېواد په اکثره ولایتونو کې شدید جنګ روان دی، طالبانو د تېر کال جګړو وروسته چې تر یوې اندازې بریالیتوب ور په برخه شوی و، بیا تر ډېره په خپلو منځي جنجالونو کې را ګیر ول، خو د پسرلي په را رسیدو یې د خپل پخواني مشر (ملاعمر) په نوم عملیات پيل کړي دي، چې په مقابل کې افغان امنیتي ځواکونو هم د (شفق) په نوم تعرضي عملیات شروع کړي دي. داسې ښکاري چې دا جنګ به د طالبانو او افغان حکومت دواړو له پاره په لوړه بیه تمامېږي او د دواړو لوریو راتلونکی به ټاکي، د طالبانو تکتیک دا دی چې د بمونو، انتحاریانو او چریکي بریدونو په وسیله په ټول افغانستان کې پر دولتي موخو برید وکړي او دولت دومره ټپي ټپي کړي چې د خپلو ټپونو له لاسه بې سیکه شي او کمزوری شي چې بیا طالبانو ته په مذاکراتو کې د یو لوی امتیاز منلو ته حاضر شي. بله خوا دولت هم تېر یو کال کې د خپلو قواوو په ارایش او بیا تنظیم بوخت و، د جنګ به ډګر کې يې چې د سوق او ادارې کومې ستونزې درلودې هغه ته یې رسیدګي کړې ده او سیاسي تکتیک یې دا دی چې هر څومره کولای شي طالبان داسې وځپي چې د منځنۍ کچې طالبان یا زړه توري شي او یا هم خبرو ته حاضر شي او بالاخره طالبانو ته دومره تاوان ورسوي چې مشران یې د بشري او مادي امکاناتو له کمښت سره مخ او له ناچارې ورځې مذاکرې او متارکې ته حاضر شي. لکه ولسمشر غني چې ټولو والیانو ته دستور ورکړی دی چې لومړی کار به مو دښمن سره مقابله او د خلکو امنیت ټینګول وي دا خپله د دې ښودنه کوي چې د طالب او جنګ په اړه د حکومت په لیدلوري کې کافي تغییر راغلی دی او دښمن سره هغه پخوانۍ مدارا او زغم نور ختم شوی دی او د دغه نوي لیدلوري نه د خلکو د خبرولو له پاره حکومتي تبلیغات هم منظم شوي ښکاري. خو دا هم واقعیت دی چې حکومت به د دې جنګ لویه بیه پرې کوي، دا بیه د ملکي وګړو تلفات، فقر، د لارو بندیدل، اقتصادي ستونزې او بلاخره د دې ټولو په قیمت غواړي خلک د دښمن په مقابل کې واحد صف کې ودروي. دلته د جنګ د لوري او ملکي تلفاتو په اړه څو ټکو ته اشاره په کار ده.

لومړی، سره له دې چې د ملي وحدت د حکومت اکثره کارونو نه خلک راضي نه دي، خو داسې ښکاري چې دا ځل یې د جنګ مدیریت او جنګي وسایلو نه د کار اخیستو له ښه پلان سره دا عملیات پیل کړي دي او د جنګ دغه قانون او قاعدې ته هم پاملرنه شوې ده چې ملکي کسان به تر وسه وسه ژغوري، په شمال کې د عامه نظم د درېمې لوا قوماندان مل پاسوال حسیب الله قریشي رسنیو ته ویلي دي چې طالبان یې د شمال په اکثرو سیمو کې په شا تمبولي دي، همدارنګه هغه ویلي دي چې دوی کافي تجهزات او وسایل لري چې جنګ ته دوام ورکړي او په دې اړه تر اوسه هیڅ رنګ خنډ سره نه دي مخ شوي، خو د خپلو عملیاتو پر وړاندې یې ستر خنډ د ملکي تلفاتو احتمال بللی دی، د هغه په وینا وسله وال طالبان معمولا د خلکو له کورونو په دوی ډزې کوي او هلته یې مورچلې جوړې کړي دي، چې دا د دوی له پاره تر ټولو لوی چلنج دی. د دغه قوماندان له خبرو معلومېږي چې امنیتي ځواکونه لکه د تېر کال په څیر د وسلو، قوماندې، د سرتیرو د کمښت ستونزه نه لري، بلکې برعکس هڅه کوي د جنګ قواعد او مقررات هم رعایت کړي.
دویم، دا ځل حکومت په جنګ کې له اخلاقي پلوه تر طالبانو په ښه وضعیت کې دی، طالبانو تېر کال د کندز د نیولو او بیا هلته د ویرې فضا د خپرولو او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په عامو خلکو د ظلم او زیاتي له امله عامه افکارو کې ډېر زیات ځپل شوي دي، که څه هم اوسني حکومت خلکو ته چې څومره ورنه تمه کېده څه نه دي کړي او نارضایتي زیاته ده، خو له دې ټولو سره سره د طالب له وحشت نه حکومت ته ترجیح ورکوي، چې د حکومت تر سیوري لاندې امنیت کې ژوند وکړي. طالبان تر اوسه نه دي توانیدلي چې د خلکو زړونه لاس ته راوړي بلکې په ویرې او وحشت یې خلک غلي کړي دي او بل یې د جنګ د قوانینو خلاف خلک د سپر په توګه استعمال کړي دي، حتی د ملکي وګړو په وژنه یې کومه انديښنه قدرې هم نه ده ښودلې.

درېیم، طالبانو زیات زور په شمال اچولی دی چې یو علت یې دا کېدای شي چې جنوبي سیمې هسې تر خپل نفوذ لاندې سیمې بولي غواړي وښيي چې شمال کې هم د عین تحرک نه برخمن دي او بل دې ورځو کې شمال په اړه د حکومت پلانونه دادي چې هلته به ځیني مهمې پروژې عملي کوي، دا پروژې د بريښنا د مزو غځولو نه نیولې، د منځنۍ اسیا سره تر سوداګرۍ پورې چې له دې سره پر پاکستان د افغانستان اتکا کمېږي او طالبان هڅه کوي شمال ناامنه کړي څو هغه هېوادونه چې دلته پانګونه کوي زړه توري کړي او په تبلیغاتي ډګر کې نړۍ ته وښيي چې دوی که وغواړي هر ځای ناامنه کولی شي.
څلورم، دا جنګ افغان دولت ته یو بل فرصت هم برابرولی شي، چې د طالبانو تر څنګ ځیني هغه مافیايي ډلې او ګروپونه چې د محلي پولیسو او پاڅون والو په نوم یې طالب سره د مقابلې له پاره وسله را اخیستې خو په عین حال کې د طالب همکار دي او حتی د دوی د ظلمونو له لاسه خلکو طالب ته پناه وړې ده؛ هم بې وسلې کړي او دغو سیمو ته قانوني ادارې او تشکیلات ولیږدوي، چې دولتي حاکمیت هلته ټینګ او خلکو ته خدمات ورسییږي.
نتیجه کې ویلي شو لکه زموږ امنیتي ځواکونه چې په جنګ کې څومره قربانۍ ورکوي او بریالیتبونه ترلاسه کوي، او تر دې مهاله یې د جنګ پلان په بریالیتوب پر مخ وړی دی، که له جنګ وروسته زموږ سیاسي مشران او ملکي ادارې هم وکولای شي جنګ ځپلو سیمو له پاره د خدماتو د رسولو منظم پلان تطبیق کړي، نو له دې سره حکومت دغه سیمې د تل لپاره د طالب له نفوذ پاکې کړي، هلته موازي پوځي ډلې په امنیتي ځواکونو کې په قانوني شکل مدغمې کړي او خلک له احتمالي تهدیدونو ډاډه کړي، نو حکومت به نه یوازې طالب ته ماتې ورکړې وي؛ بلکې د خلکو اعتماد به یې هم خپل کړی وي او په نهایت کې به طالب هم دومره ستړی او سرګردانه وي چې بې له مذاکراتو او سولې ته د غاړې کېښودو بله لار نه وي ور پاتې.





