
د ناټو سازمان پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې ډېری ملکیانو ته د مرګژوبلې اوښتو لامل د هغه تاوتریخوالي کچې زیاتوالی دی چې د طالبانو له لوري کېږي.
ناټو ویلي چې طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي د سولې لپاره رامنځته شوي فرصت ته زیان اړوي. ناټو له طالبانو غوښتي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې خبرواترو مېز ته حاضر شي.
ناټو زیاته کړې، د ملکیانو د مرګژوبلې مخنیوي او په افغانستان کې د اوږدې جګړې پای ته رسېدو لپاره تر ټولو غوره لار د سولې خبرواترو دوام دی.
د ناټو په وینا، دغه سازمان په افغانستان کې د سولې راتلو په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما نن سهار په یوه راپور کې وویل چې د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ نیمايي کې د تاوتریخوالي کچې د نوسان شاهده وه او ګڼشمېر ملکیان ترې اغېزمن شوي دي.
د یوناما د راپور له مخې، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ۳۴۵۸ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د یوناما په راپور کې لیکل شوي چې په یاده موده کې ۱۲۸۲ ملکیان وژل شوي او ۲۱۷۶ نور ټپیان دي.
د یوناما راپور ښيي چې د ملکیانو د مرګژوبلې کچه د ۲۰۱۹ کال د لومړۍ نیمايي په پرتله ۱۳ سلنه کمه شوې ده. راپور لیکي چې د دې کموالي لامل د نړیوالو ځواکونو او د داعش ډلې د خراسان څانګې د عملیاتو کموالی دی.
یوناما ویلي، افغانستان د یادې مرګژوبلې له کموالي سره سره په نړۍ کې د ملکي وګړیو لپاره تر ټولو خونړۍ هېواد دی.
د ملي امنیت شورا هم نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې طالبانو د ډېری ملکیانو د وژل کېدو مسوولان دي. په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې نورو ترهګرو ډلو هم له طالب ډلې سره لاس یو کړی او د ډېری ملکیانو د وژل کېدو لامل کېږي.
ملي امنیت شورا له طالبانو غوښتي چې دوامداره اوربند ته غاړه کېږدي او د بینالافغاني خبرواترو پیل ته لار هواره کړي.





