د پکتيا سيمه یيز چارواکي وايي، چې د وسله والو طالبانو له لوري د دغه ولایت په سېدکرم ولسوالۍ کې ۴۵ برمته شوي مسافر بېرته ازاد شوي دي، خو د دوی په وينا، څلور نور يې لا هم د دغو وسله والو په ولکه کې دي.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي سلام وطندار ته وویل، چې د ملکي کسانو له تښتونې وروسته يې د امنيتي ځواکونو په واسطه د سېدکرم په کوسين سيمه کې پوځي عمليات کړي، چې د عملياتو په پایله کې يې ۴۵ يرغمل شوي مسافر يي د وسله والو له منګلو خلاص کړي دي.
سهي زياتوي، لا هم څلور کسان چې هويت يې نه دی معلوم د وسله والو طالبانو سره پاتي دي.
هغه وايي، د خلاصون په موخه يې پلټنې راونې دي او هڅه کوي، چې دغه یرغمل کسان د قومي مخورو په منځګړيتوب را خوشې کړي.
خو بل لوري ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دوی ټول ملکي وګړي خوشې کړي او ۸ هغه کسان یې له ځانونو سره بيولي، چې دولتي او حکومتي دندې يې لرلې.
تېره ورځ د سلام وطندار له لوري داسې راپور خپور شو، چې طالبانو د ۶ او ۱۰ بجو ترمنځ په لسګونه مسافر د پکتيا په سېدکرم ولسوالۍ کې برمته کړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سلام وطندار ته هغه مهال د پېښې پړه پر غاړه واخیسته او زياته کړې وه، چې دوی يواځي د دولتي کسانو سره کار لري او پاتې ملکي کسان به د دوی له پلټنو وروسته ازاد شي.
وسله والو طالبانو ويلي و، چې دوی پر ۱۹ دولتي کسانو شک لري او پاتې لسګونه تنه به بېرته خوشې کړي.





