طالبانو د میدان وردګو سیداباد ولسوالي نیولې

د میدان وردګو ولایت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل چې بېګا شپه سلګونو طالبانو پر سیداباد ولسوالۍ ډله‌ییز بریدونه کړي چې په ترڅ کې د دې ولسوالۍ مرکز او یو شمېر امنیتي پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

د میدان وردګو ولایتي شورا غړي شریف‌الله هوتک هم سلام وطندار سره په اړیکه کې د پېښې پخلي تر څنګ وویل چې د طالبانو بریدونو کې د ولسوالۍ ۳ امنیتي پوستې او د ولسوالۍ ملي امنیت مدیریت سقوط کړی او د امنیه قوماندان په ګډون ګڼ پولیس وژل شوي دي.

د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل هم سلام وطندارسره په اړیکه کې پر سیداباد ولسوالۍ د طالبانو بریدونه مني؛ خو وایي، طالبان بېرته پر شا تنبول شوي‌دي. ښاغلی منګل وایي، د طالبانو په برید کې د ولسوالۍ امنیه قوماندان سید نضرا‌ شاه هاشمي له ۶ پولیسو سره وژل شوی او ۴ نور پولیس ټپیان شوي‌دي.

ښاغلي منګل زیاتوي، د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ۲۵ طالبان وژل شوي او ولسوالۍ په بشپړه توګه د دولتي ځواکونو په لاس کې ده.

 د میدان وردګو د والي ویاند وایي، د جګړې له امله د کابل ـ کندهار تړل شوې لویه لار بېرته پرانېستل شوې‌ده.

طالبانو هم د سیداباد ولسوالۍ  نیولو خبر ورکړی‌دی. طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼې کې ویلي چې پلویانو یې په بیګانیو بریدونو کې ګڼو دولتي سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اړولې؛ خو طالبانو ته د اووښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام