امریکا ته د غني سفر او د اړیکو نوی فصل

جمهورئیس اشرف غني ( د وري ۱ لومړۍ ) د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په ملتیا په پنځه ورځني رسمي سفر د امریکا د متحده ایالاتو پلازمېنې واشنګټن ډي سي ته   رسېدلی دی.

افغان ولسمشر غني او ملګري پلاوي ته یې د اندریوس په هوایي ډګرکې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي دانیل فلد من، د امریکا د ملي امنیت شورا د مرستیال او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو د رئیس او په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د چارواکو لخوا هرکلی وویل شو.

افغان ولسمشر به د خپل دغه سفر په لړ کې د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک او باما، دهغه  له مرستیال جوبایډن، د بهرنیو چارو او د د فاع، د داريۍ او خزانې له وزیرانو وزیرانو، د کانګرېس له مشر، د ناټو سازمان له سر منشي او د نړیوال بانک له مدیره هیئت سره به د افغانستان، د سولې د پروسې، په سیمه ییزو او نورو مسایلو خبرې وکړې.

ولسمشر غني وړمه ورځ رسنيو ته ویلي وو" له یوې بشپړې اجنډا سره متحده ایالاتو ته ځي. "

ولسمشر ویلي وو چې د دواړو لورو تر منځ به د امنیتی تړون په ژمنو او  د ملکي مرستو د څرنګوالي او د دې مرستو د اغیزمنیتا په اړه خبرې اترې وشي.

ټاکل شوې ده چې غني به د پنجشنبه په ورځ د نیویارک په قصد واشنګټن ډي سي پریږدي او هلته به د ملګرو ملتونو د سازمان په مقر کې د دې سازمان له سرمنشي بانکي مون سره لیده کاته وکړي.

د افغانستان د سیمیزو مطالعاتو د مرکز مشر غفور لیوال د امریکا متحده ایالاتو ته د اشرف غني پېل شوی سفر ډير مهم بولي او باور له لري چې " له امنیتي تړون وروسته  به دواړه خواوې ځېنې مهمې ژمنې او مسولیتونه لري، د دغو ژمنو د عملي کولو لپاره دا سفر مهم دی."

لیوال زیاتوي، چې دافغانستان دسولې قضیه یواځې په افغانستان او سیمې پورې نه ده تړل شوې؛ بلکې نړیوال اړخ هم لري او دنړیوالې مرستې له پاره دامریکا ملاتړ مهم.

د سیاسي چارو کارپوه فاروق بشر دا سفر دافغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د ښه کېدا له پاره اړین وباله.

بشر وايي چې دپخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په ورستيو وختونو کې ددواړو هیوادونو اړیکې ترېنګلې شوې وې.

بشر زیاته کړه چې افغان ولسمشر ددې اړېکو د لا ټېنګېدو له پاره باید پخوا سفر کړی وی" دا یې مطرح کړې وی چې افغانستان د امریکا یو متحد دی."

د حامد کرزي او امریکا ترمنځ د اړیکو ترېنګلتیا.

د پخواني ولسمشر او امریکايي حکومت ترمنځ هغه مهال اړېکې ترخې شوې چې حامد کرزي د امریکا د شپنيوعملیاتو په اړه کلک دریځ ونیوه او دامنیتي تړون له لاسلیک کولو یې مخ وګرځوه.

حامد کرزي په خپلو څرګندولو کې څو څو ځل ویلي و که د امریکا متحده ایالات افغانستان سره مرستې ونه کړي؛ نو دوي به نورو هیوادونو ته لاس وغزوي او بیا په همدې لړ کې یو لېست یې هندوستان ته هم وسپاره خو هندوستان افغانستان سره هغه مهال پوځي مرستو ته زړه ښه نه کړ.

دامریکا متحده ایالات چې دافغانستان سره یې په بېلا بېلو اړخونو کې مرستې کولې د حامد کرزي په دا ډول چلند خوابدی شو او افغانستان سره دخپلو مرستو او همکاريو په څرنګوالي کې یې بدلون راوسته.

د خپلو ځواکونو د ویستلو دړه کې یې هم وکړې او دافغانستان کورنی وضعیت یې خراب هم وباله.

د نوي حکومت له رامنځته کېدو سره سم د امنیتي تړون لاسلیک، د فساد پر وړاندې د مبارزې ټېنګې ژمنې او د ښه حکومتوالۍ د راوستلو وعده هغه څه دي چې د افغانستان او د نړیوالې ټولنې د رانزدې کېدو لاره هواره شي.

انګېرل کيږي، چې افغان ولسمشر اشرف غني دامریکا له سیاست سره بلد دی او کولی شي امریکا ته روښانه کړي، چې دافغانستان او امریکا نزدې اړیکې مهمې دي.

په دغه پنځه ورځني سفر کې له ولسمشر سره د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د وسله وال پوځ لوی درستیز شېر محمد کریمي، د ملي امنیت لوی رییس رحمت الله نبیل، د چارو د ادارې لوی رییس عبدالسلام رحیمي، د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رییسه سیما سمر، په اقتصادي چارو کې د ولسمشر سلا کار حضرت عمر  زاخیل وال، د سولې د عالي شورا د دارلانشا رییس محمد معصوم ستانکزی او د جمهوري ریاست ویاند اجمل عبید عابدي په دې سفر کې د ولسمشر ملتیا کوي.

د ملي وحدت دحکومت له رامنځته کېدو وروسته د ولسمشر غني دا لومړی سفر دی چې امریکا ته یې کوي.

دحکومت د جوړېدو په پېل کې امریکايي چارواکو ولسمشر غني او اجرايوي رییس ته د ورتګ بلنه ورکړې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام