کرکټ بورډ سریلانکا ته ۸ نور لوبغاړي لېږي

د افغانستان کرکټ بورډ پرېکړه کړې ده، چې د سریلانکا روان سفر لپاره د ملي لوبډلې د ملاتړ لپاره ۸ لوبغاړي سریلانکا ته ولېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ټاکوونکې ډلګۍ مشر (چیف سلېکټر) پخواني توپ اچونکي دولت احمدزي سلام وطندار ته په مرکه کې وویل، چې د سریلانکا د سفر لپاره په افغان (الف) لوبډله کې یونس احمدزی، باطن شاه عبدالرحمیزی، غمی ځدران، عمران جنت، نسیم بړېڅ، مجتبی خان، نجیب ترکی او عثمان غني شامل دي.

ویل کېږي. چې دغه لوبغاړي یواځې د سریلانکا په سفر کی د یو ورځنیو سیالیو لپاره غوره شوي دي.

د ښاغلي احمدزي پر وینا، چې ۸ لوبغاړي د یو ورځنیو سیالیو لپاره سریلانکا ته لېږي او پر ځای به یې ۷ لوبغاړي بېرته له سریلانکا نه هېواد ته راستانه شي.

د نوموړي په خبره، چې دوی پرېکړه کړې ده، چې ضیا الحق، شبیر نوري، نورالحق ملکزی، قسیم اوریاخېل، ظاهر خان، عبدالله عادل او یو بل تېز پوپ اچونکی چې تر اوسه نه دی په نښه شوی؛ هېواد ته راستانه شي.

ښاغلي احمدزي وویل، چې د سریلانکا لوبغالو او دغه راز وروستیو لوبو ته په کتو تېزبالر دومره اغېزمن نه دي تمام شوي او زیاته موکه باید ال راونډرانو او سپېنرانو ته ورکړل شي.

د ټاکوونکې ډلې د مشر پر وینا، چې په سریلانکا کې له مېشتې اوسنۍ غوره شوې افغان لوبډلې نه به یو ورځنیو سیالیو ته کپتان ناصرجمال، حشمت الله شهیدي، نورعلي ځدران، حمزه هوتک، نجیب الله ځدران، فرید ملک او یمین احمدزی، رحمت شاه زرمتی، او وېکټ ساتوونکی افسر ځاځی له ملي لوبډلې سره پاتې وي.

د یادونې ده، چې د سریلانکا پرمختیايي کرکټ لوبډلې سره د افغانستان (الف) کرکټ ملي لوبډلې د څلور ورځنیو سیالیو لړۍ نن پای ته ورسېدله.

ټاکل شوې ده، د دواړو لوبډلو ترمنځ به د ۴ پنځوس اوریزو لوبو لړۍ په راتلونکو څوو ورځو کې د سریلانکا په کوربتوب پیل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام