
د افغانستان وسله وال پوځ لوی درستیز قدم شاه شهیم د مشرانو جرګې غړو ته وویل، چې سږکال وسله والو طالبانو پلان درلود، چې د بېلابېلو لارو له پاکستان څخه د کوټې شورا د افغانستان هلمند ولایت ته انتقال کړي.
نوموړی وايي، چې د وسله والو طالبانو دغه پلان د افغان امنيتي ځواکونو له لوري شنډ شو.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې د روان کال د پېل راهیسې تر اوسه د افغانستان په ۲۹ ولايتونو کې د ملي اردو ځواکونو له لوري ۶۹۷ بېلابېل پوځي عمليات شوي، چې له ډلې يې يوازې ۴۹ ځانګړي او ۹۷ هوايي عملیات وو.
نوموړي ځينې هغه راپورونه هم رد کړل، چې ګواکي د ملي اردو په ليکو کې خيالي سرتيري هم شته.
قدم شاه شهیم د مشرانو جرګې غړو ته دا هم وویل، چې په راتلونکو ۴۵ ورځو کې به د افغانستان پوځ ته د هندوستان له لوري څلور ښکاري، جنګي او بمب غورځونکي الوتکې ورکړل شي.
هغه زیاته کړه، چې د روان کال تر وري (حمل) میاشت پورې به د افغان حکومت له لوري نورې پوځي الوتکې هم واخیستل شي.

د لوی درستیز په خبره افغان ځواکونو د داعش ډلې پر وړاندې په ټول هېواد په ځانګړي ډول په مشرقي ولايتونو کې قوي عملیات پېل کړي دي.
له بل لوري د کورنيو چارو امنيتي مرستیال ایوب سالنګي هم د مشرانو جرګې غونډې ته ور غوښتل شوی و.
سالنګي وویل، چې د روان کال راهیسې ۲۵۲۹ بېلابېل ګډ عملیات ترسره شوي، چې ۱۱ د بهرنيانو په ملاتړ او ۲۶۲ يې په مستقيم ډول ترسره شوي دي.
په دغو عملیاتو کې ۲۰۰۰ د دولت مخالف وسله وال وژل شوي او له ۲۰۰۰ زیات ټپيان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د داعش وسله والې ډلې ویره د افغانستان په مشرقي ولايتونو کې زیاته خوره شوې او ځايي اوسېدونکي يې د ننګرهار په اچین، خوږیاڼو، شینوارو او نورو ولسواليو کې کډه کولو ته اړه کړي دي.





