د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون ۲ غړو له دې کمیسیون سره پریکون اعلان کړ

د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون دوو غړو کاوون کاکړ او شاه محمود میاخېل له یاد کمېسيون سره له دې کبله پرېکون اعلان کړ، چې د دوی په وينا، په دغه کمېسیون کې تر ډېره بریده د سیاسي ګوندونو او کړیو له پاره کار کیږي .
د دې کمېسیون غړي شاه محمود میاخیل او کاوون کاکړ نن د (اګست په ۲۹مه) په یوې
خبري غونډه کې وویل، چې په کمېسیون کې شته ګوندونو ته له حده زیات امتیاز ورکول کيږي.

د دغه کمېسیون رییس او غړی يې تېره ورځ له سلام وطندار سره په خبرو کې په کمېسیون کې د سمون راوستلو د څرنکوالي په باب د اختلاف خبره کړې وه.

کاوون کاکړ وايي، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون په لومړۍ طرحه کې یواځې ۱۰۰ څوکۍ ګوندونو ته ځانګړې کړې وې.

دی وايي، د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون د څوو حزبونو له خوا په یوې طرحې بدل شوی دی.

کاکړ ټینګار وکړ، چې ګوندونه لا له وړاندې خپل جوړ کړي پروګرامونه تحمیلوي او کمېسیون بې له دې، چې مسایلو پام وکړي په نالېدلې توګه ګوندونو ته امتیاز ورکوي.

د دغه کمېسیون بل غړی شاه محمود میاخیل د ګوندونو د قانون د بیا څېړنې غوښتنه کوي او وايي، ډېر هغه ګوندونه چې ګواکې هغوی ته څوکۍ ورکړل شي؛ نظامي شبکې لري.

د کمېسیون دغه دوه غړي وايي، چې په ټاکنیز نظام کي سمون راوستل په بیړې سره شونې نه ده، له همدې امله د پارلماني ټاکنو د پېلېدو لومړنۍ طرحه د منلو وړ نه ده.

شاه محمود میاخیل تېره ورځ هم له سلام وطندار سره په خبرو کې ویلي و، چې د کمېسیون له طرحو سره موافق نه دی او خپله طرحه به ډېر ژر د رسنیو له لارې له خلکو سره شریکه کړي.

په ورته وخت کې د کمېسیون رییس شاه سلطان عاکفي وايي، چې دغه برنامې لومړنۍ دي او دوی هر اړخیزې طرحې ته د رسېدو له پاره څو طرحې به و څېړي.

عاکفي همدا راز تېره ورځ له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې "د اصلاحاتو د رامنځته کولو له پاره پر مسایلو بحثونه روان دي او دا د هر چا حق دی، چې د سمون له پاره متفاوت نظرونه وړاندې کړي."

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ټیفا بنسټ رییس نعیم ایوب زاده د ټاکنو خپلواک کمېسیون په بې غورۍ تورن کړ او وې ویل، چې دغه اداره د مدیریت له ضعف سره مخ ده او دغه بنسټ د حکومت په پرېکړو پورې تړلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام