پل فکري کړۍ او میدیوتیک افغانستان استاد اجمل ښکلی ونمانځه

اجمل ښکلی د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو په پوهنځي کې د تدریس تر څنګ ادبي، څېړنیز، تخلیقي او کره کتنیز اثار لیکلي دي.

د اجمل ښکلي لپاره په جوړې شوې غونډه کې د پوهنتون استادانو، فرهنګیانو او زده کړیالانو په خپلو خبرو او لیکنو کې د ښکلي پر فرهنګي کارونو او اثارو تمرکز کړی و.

د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو پوهنځي استاد بریالي باجوړي او لال پاچا ازمون په خپلو خبرو کې د ښکلي لیکلي اثار د نوې ادبي تیورۍ او ژب پوهنې په برخه کې ګټور کتابونه وبلل.

استاد باجوړي زیاته کړه، چې ښکلی له نورو لیکوالو نه په توپیر هغه موضوعات راسپړي، چې د کلیشو له خطره خلاص او بیخی نوي وي، چې دا د ښکلي په ځيرکتیا دلالت کوي.

ښاغلي ازمون د ښکلي لیکل شوي اثار له نثري اړخه بې ساري وبلل او د ده د نثري څېړنيزو او تخلیقي اثارو ژبه یې روانه او سلیسه وبلله.

لیکوال او ژورنالیست حزب الله اتل د ښاغلي ښکلي د ژورنالیستیکي لیکنو او له نورو ژبو نه په ناسمو ژباړو لیکنه کړې وه.

اتل لیکلي وو، چې پښتو ته د ناسمې ژباړې دلیل دا دی، چې دغه شمېر ژورنالېستان د پښتو ژبې له ګرامري قواعدو او اصولو سره بلدتیا نه لري او له همدې وجې اکثریت وخت له نورو ژبو کټ مټ یا تحت الفظي ژباړه کوي.

د دده په وینا، "استاد اجمل ښکلي په دې وروستیو کې همدغو مسایلو ته پام کړی او په ځېنو لیکنو کې یې ژورنالېستان او په ځانګړي ډول هغوی، چې نوي دې مسلک ته راګډېږي، متوجه کړي دي."

  استاد نجيب منلي، اجمل ښکلي په نوې ژبپوهنه او ادبي تیورۍ سره اشنا لیکوال  وګاڼه.

استاد منلي هم وويل چې نوموړي د ادب تيوري د نویو موضوعاتو تر څنګ هڅه کوي، چې یواځې خپل معلومات وړاندې کړي.

په غونډه کې اسد الله وحیدي، اصف عمر او اباسین بریال خبرې وکړې، دغه شان ګل رحمان رحماني، میر احمد یاد، داد محمد ناوک، حزب الله اتل، لیوال افغان، سپوږمۍ او نورو د استاد ښکلي په اړه خپلې لیکلې مقالې ولوستې.

د دې ترڅنګ دوو تنو لیکوالو د استاد محبوب شاه محبوب او اغلې پاکیزه ارزو رالېږل شوې لیکنې هم ولوستې.

د غونډې په پای کې استاد ښکلي د دې غونډې له  جوړونکو مننه وکړه او د پل فکري کړۍ له خوا برابره شوې ډالۍ (قلم) ورکړل شو.

دغه شان د میدیوتیک افغانستان او پل فکري کړۍ له خوا اجمل ښکلي ته ستاینلیکونه اود کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي زده کړیالانو هم د ګلو ګېډۍ ورکړې.

پل فکري کړۍ او میدیوتیک افغانستان تر دې وړاندې درې بېلابېلې غونډې کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام