د غور اوسېدونکي: د نادولتي موسېسو کارونه تر مرکزه محدود دي

د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د نادولتي موسېسو فعالیتونه یوازې د دې ولایت مرکز فیروز کوه پورې محدود دي او نورو سیمو کې د پروژو عملي کولو ته لېواله نه دي.

د دې ولایت دوو تنو اوسېدونکو سلطان محمد او محمد نبي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، ولایتي اداره باید د موسېسو له مسوولو کسانو سره په دې اړه خبرې وکړي او نادولتي موسېسې کلیو ته د کار له پاره وهڅوي.

دغو اوسېدونکو وویل، په کلیو کې دومره ناامني نه شته چې د موسېسو د کار مخنیوی وکړي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي د خلکو خبرې مني او وايي، د بهرنیو موسېسو د پالیسۍ له مخې هېڅوک د هغوی په چارو کې لاس وهنه نه شي کولی.

دی وايي، څو ځلې یې له دغو موسېسو غوښتنه کړې، چې خپلې چارې ولسوالیو ته وغځوي.

د خطیبي پروینا، نادولتي موسېسې د چارو محدوولو په برخه کې ناامني یوازېنۍ دلیل بولي؛ خو په ولسوالیو کې ناامني هېڅکله هم نادولتي موسېسې نه ګواښي.

خو د افغانستان د همغږۍ او پراختیايي موسېسې رییس جمال یعقوبي وايي، دغه موسېسې د حرفې، څښاک اوبوته لاس رسي او د بېځایه شویو د حقوقي خوندیتوب په برخه کې کار کوي.

نوموړی د چارو محدودېدو په اړه وايي، د نادولتي موسېسو بودیجه د پخوا په پرتله راکمه شوې او د غور مرکز پورې د چارو محدودېدل يې هم په ولسوالیو کې ناامنۍ ده او حکومت نه شي کولی د موسېسو د کارکوونکو امنیت خوندي کړي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام