همدا ولسوالي له نن کابو دوه اونۍ وړاندې د وسله والو طالبانو د یو ډله ییز برید پر مهال سقوط شوه او نن بېرته د افغان امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیات په ترڅ کې ونیول شوه.
وسله والو طالبانو تر یوې سختې جګړې وروسته یاده ولسوالي نیولې وه او دولتي ځواکونه ترې په شا شوي وو.
نن د (جون په ۲۳مه) د کندوز والي محمد عمر ساپي په یوه خبري غونډه کې وویل، چې وسله وال طالبان د چهار درې ولسوالۍ په عملیاتو کې له سختې ماتې سره مخ شول.
ده وویل، چې په دغه نښته کې ۸۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.
د والي ساپي په خبره، په دغه نښته کې د کندوز ولایت لپاره د طالبانو پخوانی والي مولوي رحمت چې د ملا محمد په نامه مشهور و، له خپلو دوو تنو ملګرو سره د تېښتې پر وخت د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوی او جسدونه یې له امنیتي ځواکونو سره دی.
د والي په خبره، په وروستيو جنګونو کې ۶ سرتېرې وژل شوې او په ملکي وګړو کې یوه مېرمن وژل شوې او یو تن ټپي شوی دی.
والي زیاته کړه، په ټول ولایت کې په ډېر تېزۍ سره عملیات دوام لري او تر مازیګره به بل پرمختګ هم وګورو.
بل خو د همدې ولایت دشتي ارچي ولسوالي تېره ورځ د وسله والو مخالفینو له خوا ونیول شوه.
د دشت ارچي ولسوال نصرالدین سعدي سلام وطندار ته وویلي وو، چې دولتي ځواکونه نن سهار شاوخوا ۷ بجې د ولسوالۍ له بازاره راوتلي دي.
په دې وسله والو نښتو کې دواړو لورو او ملکي وګړو ته د اووښتې مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه وو خپاره شوي.
په دې اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپلې ډلې په انټرنيټي پاڼه کې ليکلي، چې د دشت ارچي ولسوالۍ یې سره د ۱۴ امنيتي پوستو تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
نوموړي ادعا کړې، چې د بريد په پایله کې يې ۲۸ پولیس او اربکيان وژلي دي.
د چهار درې ولسوالي، شنه فصلونه اوزراغتي ځمکې لري، چې د کندوز مرکز ته تر ټولو ولسوالیو د ۶ کیلو مترو په واتن کې نېږدې پرته ده.
د دې ولسوالۍ اکثره اوسېدونکي ځکه له لیک لوست نه برخمن دي، چې د کندوز ولایت مرکز ته نېږدې موقعیت لري او ښوونیزو اسانتیاوو ته په پوره اندازه لاس رسی لري.
خو د ځايي اوسېدونکیو په باور، وروستیو نا امنیو او جګړو د دغې ولسوالۍ ډېر مېشتي له زده کړو بې برخې کړي دي او له ښوونځي سره یې واټن خورا زیات شوی دی.
د ځایي اوسېدونکو په خبره د چهار درې ولسوالي د دولت او مخالفینو لپاره ځکه مهمه ده، چې سټراټيژیک موقعیت یې د دې لامل کېږي، چې د دواړو پام ور واوړي.
د چهار درې ولسوالي له مرکزي بغلان، علي اباد ولسوالۍ او سمنګان ولایت سره شریکې پولې او د تګ راتګ اسانتیاوې لري.
په دغې ولسوالۍ کې یوه سیمه د "قتل عام" په نوم مشهوره ده، چې په دغه سیمه کې د شورویانو د یرغل پر مهال په یوه ورځ ۸۰ کسان ووژل شول، چې زیاتره یې ماشومان اوښځې وې.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له دولت او مخالفینو غواړي، چې نور یې ارامه ژوند ته پرېږدي





