د حزب اسلامي د بندیانو ازادولو پروسه کې ځنډ د سولې هوکړه زیانمنوي

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ویاند حشمت الله ارشد حکومت د بندیانو خوشې کېدو کې په بې‌غورۍ تورنوي او وايي، د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړې له مخې د دغه حزب غړي لا هم له بند څخه شوې شوي نه دي.

ارشد د بندیانو نه خلاصون په حکومت کې د ځينو کړیو کار بولي او زیاتوي، د بندیانو خوشې کول هر څومره چې ځنډېږي د سولې بهیر زیانموي.

د ده په خبره، تمه کېده حکومت د حزب اسلامي یو شمېر بندیان نن ورځ (دوشنبه، د اپریل په ۱۰) راخلاص کړي؛ په ژمنه یې عمل ونه کړ.

خو له حزب اسلامي سره د لاسلیک شوې هوکړې عملي کولو کمېسیون ویاند احمد فرزان وايي، "د حزب اسلامي له بندیانو ژمن لیک اخیستل کېږي، دغه راز دوه ضمانت لیکونه د حزب اسلامي له خوا تاییدېږي او بل دا چې له قومي مشرانو تایید اخیستل کېږي، چې دغه ازاد شوي بیا د ترهګرو لیکو ته نه ورځي له دغې پروسې وروسته به ډېر ژر ازاد شي."

فرزان وايي، په لومړي سر کې د حزب اسلامي ۷۰ تنه بندیان ورخوشې کړی شي.

نوموړی وايي، د حزب اسلامي پلاوي له څرخي پله زندان لېدنه کړې او راتلونکې اوونۍ به د بګرام له زندانه هم لېدنه وکړي.

افغان حکومت شاوخوا شپږمیاشتې وړاندې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب سلامي سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه، چې په دې هوکړه کې یوه ماده له زندانونو د حزب اسلامي بندیانو خوشې کول وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام