غني: په نظام کې د قانوني تشې زغم نه لرو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، اجازه به ورنه کړي، چې د افغانستان په نظام کې قانوني تشه رامنځته شي.

همدارنګه ولسمشر ژمنه وکړه، چې په دې هکله هر ډول پرېکړه به د افغانستان د اساسي قانون او د هېواد د ملي ګټو په رڼا کې او د ملي اجماع د پرېکړو پر بنسټ وشي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د ولسي جرګې د برخلیک ټاکلو، د يادې  جرګې د انتخاباتو د ترسره کولو او د ټاکنیز نظام د اصلاح کمېسیون د کار د پېل په هکله نن شنبه (۲۰۱۵ زېږدیز/ جون۱۳) د مدني ټولنو غړو او نورو فعالانو سره د کتنې پر مهال زياته کړه، چې مدني فعالان باید خپلو دا شان غوښتنو ته دوام ورکړي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په دې ناستو کې د ښځو، رسنیو، مدني ټولنې، حقوق پوهانو او د یوناما د دفتر استازو حضور درلود.

له دې وړاندې د ولسي جرګې ځېنو غړو د خپل کاري او قانوني مودې د پوره کېدو په باب اندېښنې څرګندې کړې وې.

د افغانستان اساسي قانون په پنځم فصل ۸۳ مې مادې په دویم بند کې راغلي، چې " د ولسي جرګې د کار دوره د پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه د ټاکنو د پایلو د اعلان څخه وروسته پای ته رسيږي او نوې شورا په کار پېل کوي."

د قانون له مخې د ولسي جرګې ټاکنو ته شاوخوا ۹ ورځې پاتې دي.

مودې ته په کتو سره باید اوس د نوي شورا نتایج اعلان او ۹ ورځې وروسته نوي وکيلان د لوړې مراسم پرځای کړي وی.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهيمي بیا، د ځېنو وکیلانو اندیښنې، چې د چنګاښ په لومړۍ نیټه به د دې جرګې کار پای ته رسیږي پرځای نه بولي. 

نوموړي په نننۍ عمومي غونډه کې یوځل بیا پرحکومت غږ وکړ، چې ژر تر ژره دې د ولسي جرګې  او ولسوالیو ټاکنو نېټه دې اعلان کړي.

هغه وايي، اوسمهال د ولسي جرګې د کاردوام مشروعیت لري او د ۱۵ تقنیني دورې لسم اجلاس لاهم نه دی پیل شوی.

د ولسي جرګې تېره یعنې ۱۵ دوره لس اجلاسه درلودل او کار یې هم د پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ نیټه پای ته نه و رسیدلی.

د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ هم په دې ټینګارکوي، چې د دوی د کار دوره د چنګاښ په لومړۍ نیټه نه دی پیل شوی.

هغه وايي، نه باید ځینې کارپوهان قانون په خپل زړه تفسیر کړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړی ډاکتر رمضان بشردوست وایي، چې که د ټاکنو نیټه ژر تر ژره  اعلان نه شي، نو د چنګاش له لومړۍ نیټې وروسته د کار دوام دلیل خلکوته نه لري.

دی زیاتوی، که ولسمشرد ټاکنو نیټه ونه ټاکي دا به له ولسي جرګې له برخلیک سره لوبې وي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام