له ستراتيژيکې دمې وروسته د کابل او ډهلي د اړيکو نوی باب

ولسمشر اشرف غني د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نوي ډهلي ته رسېدلی.

په دغه سفر کې به افغان ولسمشر د هندي چارواکو سره په بېلابېلو امنيتي، اقتصادي او سيمه ییزو همکاريو خبرې وکړي.

محمد اشرف غني،  نن دوشنبه ( ۲۰۱۵ زېږدیز/ اپرېل ۲۷) له غرمې وروسته د هند د صدراعظم نریندرا مودي په رسمي بلنه د درې ورځني  سفر له پاره د دغه هېواد پلازمېنې نوي ډهلي ته ورسېد.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په رسمي پاڼه کې ليکل شوي، چې ولسمشر به د دغه درې ورځني رسمي سفر په لړ کې د هند له ولسمشر پراناب مکرجي، صدراعظم نریندرا مودي، د هند دکانګرس ګوند له مشرې سونیا ګاندي او د دغه هېواد د بهرنیوچارو، دفاع، سوداګرۍ او صنایعو او د روغتیا له وزیرانو او د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له غړو سره وګوري.

ارګ کاږي، چې له افغان ولسمشر سره په دغه سفر کې د حکومت د اجرایه ریاست لومړی مرستیال انجنیر محمد خان، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د کانونو او پطرولیم وزیر داوود شاه صبا، د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز، د سوداګرۍ وزیر همایون رسا، د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر، د کار او ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیره نسرین اوریا خیل، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز شېر محمد کریمي، د چارو د ادارې لوی رییس عبدالسلام رحیمي، د ولسمشر ویاند اجمل عبېد عابدي ،یو شمېر افغان سوداګر او د ځینو رسنیو استازي ملګرتیا کوي.

له دې وړاندې ځينې هندي رسنیو هم د ولسمشر غني د سفر په باب بېلابېل تحليلونه نشر کړي.

دغه رسنۍ په خپلو تحليلونو کې ويلي، چې هندوستان باید له دغه فرصته اعظمي ګټه واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پڅې اړيکې تيزې کړي.

دا د اشرف غني د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته هند ته لومړنی سفر دی.

په لومړيو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې نوي حکومت له هند سره د پوځي همکاريو خبرې او اړیکې ځنډولي او په دې چارې ځېنو کړيو پرنوي حکومت نيوکې هم وکړې، خو اوس د سیاسي چارو کارپوهان هند ته د ولسمشر غني سفر ګټور بولي او زیاتوي، چې غني به ډک لاس هېواد ته راستون شي.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالهادي خالد وایي، چې هند تل له افغانستان سره په اقتصادي، سیاسي او نورو برخو کې مرسته، او ملاتړ کړی.

خالد زیاتوي، چې هند به اوسنیو شرایطو ته په کتو سره د افغانستان غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.

د خالد په وينا، هندوستان باید هڅه وکړي، چې د افغانستان غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او په دغو برخو کې د چابهار ټرانزيتي لارې ته لومړیتوب ورکړي.

دغه راز د ولسي جرګې غړي هم په دې باور دي، چې هند له افغانستان سره تاریخي اړیکي لري او افغان ولسمشر باید له هغه هېواد سره د اړیکو د ټینګیدو له پاره هڅې وکړي.

د ولسي جرګې غړي صالح محمد صالحي وایي، ولسمشر باید هندي چارواکي پر دې قانع کړي، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې به د افغانستان او هندوستان پر اړیکو اغیز ونه کړي.

د ولسي جرګې بل غړی سرور عثماني فراهي هم هند ته د ولسمشر له سفر هیلې وښودې او ویي ویل،  که چیرې له هغه هېواد سره کوم پرتکول هم لاسلیک شي ګټور دی، ځکه هند تل افغانستان سره پر خپلو کړو ژمنو او خبرو ولاړ دی.

کله چې افغان ولسمشر پاکستان ته سفر وکړ داسې راپورونه خپاره شول، چې هندي چارواکي پاکستان ته د افغان حکومت پر مېلان خوا بدي و؛ خو بیا د افغانستان اجرايوي رییس نوي ډهلي ته د خپل سفر پر مهال هندي چارواکو سره په خبرو کې روښانه کړه، چې افغان دولت په سیمه کې له ټولو هیوادونو سره برابرې اړیکې پالي او غواړي افغانستان د سیمه ییزې همکاريو  پر مرکز بدل کړي.

د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په ورستيو کې افغانستان او هندوستان د دوه اړخیزو همکاريو ژمنې کړې وې او هند سینه ډبولې وه، چې له افغانستان سره به په زیاتو برخو کې همکارۍ ته دوام ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام