په افغانستان کې د ملګرو ملتو د کډوالو د ملاتړ ادارې څانګه له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته د مرستې اوږه نه ورکوي.
دغې ادارې سلام وطندار سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې، پاکستان څخه راستنېدونکو افغان کډوالو سره د خپلې ادارې نه مرستې عمده لامل هلته د دوی غير قانوني میشت په ګوته کړ.
په کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري ( یو، این، ایچ، سي، ار) زياتوي، چې پاکستان باید هلته پرتو کډوالو سره مناسب او د انساني اصولو سره سم چلند وکړي.
د دغې ادارې ویاند نادر فرهاد زياتوي؛ دوی یوازې له هغو کډوالو سره د راستنېدو پرمهال مرستې کوي، چې قانوني اسنادو سره په بهرني هېواد کې یې ژوند کړی وي.
له پاکستانه راشړل شوي افغان کډوال اړینو او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، خو (یو، این، ایچ، سي، ار) بیا وایې چې دوی یوازې بشري مرستې کولای شي.
نادر فرهاد و ویل: « د راشړل شویو کډوالو سره " یو، این، ایچ، سي، ار " کومه اساسنامه نه لري، چې مرستې ورسره وکړو مونږ یوازې بشري مرستې ورسره کولای شو اوس، چې کومې مرستې کیږي هغه " ای، او، ایم " یا نړیوال مهاجرت له خوا کیږي، ځکه د هغوی دنده همدا ده.»
د فرهاد په وینا؛ له ۲۰۱۴ ميلادي کال د ډسمبر ۱۶مې ترورستي پېښې وروسته پاکستان د ملي امنیت څخه د وېرې له مخې پرافغانان کډوالو فشارونه راوړي دي.
د راپورونو له مخې په وروستۍ یوه میاشت کې شاوخوا ۳۲ زره افغانان له پاکستانه په زور او جبر را شړل شوي دي، چې ډيرو یې سختې شکنجې هم لیدلې دي.
دغه راز، ځینې هغه کډوالو افغان کورنيو؛ چې له پاکستانه په زور را ایستل شوي سلام وطندارته ویلي؛ د ژمي په دې سړه هواکې له سختو ستونزو سره مخ دي اوله دولته غواړي، چې له دوی سره بېړنۍ مرستې وکړي.
« کله به یوې پوستې ته کله بلې پوستې ته بوولو زما د شپږ لکو ټراکټورو په دوه لکه کلدارو مې وپلوره، په کورونوکې یې نه پریښودو، دلته راغلي یو د الله پرته بل غم خوار نه لرو، مونږ بندیخانې تیرې کړې دي، پیسې رانه اخیستل شوې دي، دلته د خوراک اوڅښاک هېڅ هم نه لرو اوس حیران یو چیرته لاړشو.»
له دې وړاندې د مهاجرت د نړیوالې ادارې چارواکي ويلي و، چې یوازې په سلو کې له ۱۰ ستنو شویو افغانانو سره مرسته شوې ده.
اوس مهال په ګاونډي هېواد پاکستان کې شاوخوا ۳ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې د هغو شاوخوا یو ملیون او ۶۰۰ زره یې راجستر او قانوني دي.
د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ سلام وطندارته وویل، چې په راتلونکو دریو اونیوکې به افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو له کډوالو دملاتړ اداره درې اړخیزه ناسته ولري او د دغې ناستې اصلي هدف به په پاکستان کې د قانوني کډوالو ستونزو په اړه خبرې اترې وي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نظر هم له ځان سره ولرو، خو له ډېرو هڅو سره، سره بريالي نه شو.





