د کندوز نوې ولسوالۍ لا هم د طالبانو په کنټرول کې دي

کندوز کې د ګل‌تپې، اقتاش او کلباد ولسوالیو له جوړېدو شاوخوا دوه کاله تېرېږي؛ خو دغه ولسوالۍ لا هم د طالبانو په کنټرول کې دي.

د دغو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې له‌پاره چې ولسوالۍ یې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې دي؛ د ولسوالیو دولتي ادارې هم د کندوز له مرکزه فعالیت کوي او دوی د خپلو ستونزو حل او له دولتي خدمتونو څخه په ګټې اخیستلو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د کندوز د دوو نویو جوړیو شویو ولسوالیو اوسېدونکي جمعه‌الدین او حشمت‌الله سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل چې دولت ورسره د ولسواليو د جوړېدا پر مهال ژمنه کړې وه چې امنیت به راشي؛ خو د ولسواليو له جوړېدلو وروسته امنیت څه چې دولتي ادارې هم نه‌دي راغلي.

د دوی په وینا، حکومت ورسره څو وارې ژمنه کړې، چې دغه ولسوالۍ به د طالبانو له موجودیته پاکې کړي؛ خو تراوسه یې په‌خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی.

د اقتاش ولسوال عزیزالله وايي، هغوی په وار ـ وار ځايی ولایتي ادارې ته وړاندیز کړی چې د پوځي عملیاتو له لارې دغه ولسوالۍ تصفیه کړي؛ خو د کندوز اداره چوپه خوله ده.

د کندوز والي ویاند نعمت‌الله تیموري وايي، دغه درې ولسوالۍ به ډېر ژر د طالبانو له حضوره پاکې شي.

افغان ولسمشر ۱۳۹۳ کال کې د یوه فرمان په صادرولو سره کندوز د ځايي اوسېدونکیو د ستونزو د حل په پار اقتاش، کلباد او ګل‌تپه ولسولۍ رامنځته کړې؛ خو داسې ښکاري چې د ولسواليو له جوړېدا ۲ کاله وروسته ستونزې لا ډېرې شوې‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام