نادعلي ولسوالي له ۶ میاشتنۍ محاصرې خلاصه شوه

د هلمند ولایت د والي ویاند عمرځواک سلام‌وطنداره ته وویل، چې تېره شپه د (مارچ پر۹مه) افغان ځواکونو د نادعلي ولسوالي د «لوی باغ، خلیفه خشک‌یار» او یو شمېر نورې سیمې تر درېیو ورځنیو عملیاتو وروسته نیولې او سیمو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي. 

ځواک وایي، چې د نادعلي ولسوالۍ لویه لاره، چې له تېرو ۶ میاشتو راهیسې تړلې وه؛ نن سهار خلاصه شوه. 

هغه زیاتوي، چې د عملیاتو پر مهال ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي هم دي 

د ځواک په خبره چې د عملیاتو پر مهال یو افغان سرتېری وژل شوی او ۵  نور ژوبل شوي دي. 

وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې د دې عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام