په فراه ولایت کې یو شاوو د پلار او ورور په ګډون کله، چې له واده راستنېدل د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وویشتل شول.
د فراه ولایت د والي سلاکار نجیب الله نجیب له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، دغه درې تنه تېره ورځ ( اپریل په ۲۴مه) ماسپښین هغه مهال، چې د شوراب له کلي نه د فراه ولایت ښار ته په لاره وو؛ د لارې په اوږدو کې د نامعلومو وسله له خوا يې موټر و درول شو او په ډزو وویشتل شول.
د نجیب الله په وینا، یادو کسانو د ملي اردو لباسونه په تن و او د پېښې وروسته له سیمې وتښتېدل.
د فراه ولایت چارواکي وايي، چې تر دې دمه د پېښې انګیزه معلومه نه ده او په دې اړه د پولیسو څېړنې روانې دي.
یاده دې وي، چې تر اوسه د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.
په دې وروستيو د فراه ولایت څخه د ناامنيو راپورونه زيات شوي.
د جمعې په ورځ هم طالبانو د فراه ولایت پر دوو ولسوالیو بریدونه وکړل، چې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ له څو ساعته جګړې وروسته ۱۲ طالبان ووژل شول او ۲۱ نور يې ټپيان شول.





