.jpg)
د ملي یووالي شهید عبدالعلي مزاري د ۲۴ تلین نمانځغونډه نن د کابل په لویدیځه څنډه کې د هاوانونو تر برید لاندې راغله او ګډهوډه شوه.
په دې غونډه کې ځینو اوسنیو او پخوانیو دولتي چارواکیو ګډون کړی و.
شاهدان وایي، یادې غونډې ته نږدې شاوخوا ۲۴ هاوانونه لګېدلي دي.
د شاهدانو په وینا، د مزاري تلین غونډې ته پر نږدې څو کورونو هم هاوانونه لګېدلي دي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکیو په دې چاودونو کې د ۳ کسانو ژوند بایللو او ۲۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت ویلي چې هاوانونه د کابل له اتلسمې ناحیې د مزاري پر تلین غونډه توغول شوي او له کبله یې یو بریدګر هم نیولی دی.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي وايي، نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د عبدالعلي مزاري پر تلین غونډې څو هاوانونه را وتوغول شول، خو پولیسو یې مسوول کس نیولی دی.
له دې پېښې وروسته د اجرایوي رییس دویم مرستیال او د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ډلې دویم مرستیال په کابل کې د خبري غونډې پر مهال حکومت د مزاري د یادغونډې پر ګډوډولو تورن کړ.
محقق وایي، حکومت د سولې او اعتدال ډلې له جوړېدو وروسته پرې تل بریدونه کړي چې وروستۍ پېښه یې د داعش په نوم د یادې غونډې ګډوډول دي.
د محقق په وینا، حکومت دوی ته اړوند وزیران او نور کسان له دندو ګوښه کړي، په ټاکنو کې یې د دوی د پلویانو رایې په کثافاتو کې اچولي او دا یې هم وروستی برید و چې د عبدالعلي مزاري پر تلین غونډې یې وکړ.
محمد محقق وايي، د مراسمو تر جوړېدو وړاندې د حکومت ټولو فېسبوکونو پر اتمر تورونه ولګول او هڅه یې وکړه چې دا غونډه جوړه نهشي.
.jpg)
په ورته وخت کې د سولې او اعتدال ډلې لومړي مرستیال یونس قانوني او یوه بل غړي عطامحمد نور هم د دغو مراسمو په ګډوډولو حکومت تورن کړی دی.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې د ولسمشرۍ یو نوماند عبدالطیف پدرام هم ټپي شوی او د امنیت شورا د پخواني سلاکار حنیف اتمر مطبوعاتي دفتر هم ویلي چې په پېښه کې د اتمر ۸ ساتونکي ټپیان شوي دي.
خو د ولسمشرۍ ویاند هارون چخانسوري د محقق ادعا د تاسف وړ بولي او وايي چې د محقق ادعا امنیتي او دفاعي ځواکونو، د افغانستان اسلامي جمهوري نظام او د افغانستان خلکو ته توهین دی.
چخانسوري په هغه ویډیو کې چې رسنیو ته یې لېږلې، زیاته کړې چې محقق د هرې ادعا لپاره چې لري یې، باید اسناد وړاندې کړي.
په ورته وخت کې داعش ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نننۍ پېښي مسوولیت منلی دی.





