
ناټو سازمان وايي، چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې ټینګ ملاتړ کوي، خو د ترهګریزو ګواښونو سره جدي مبارزې ته چمتو دي.
د یاد سازمان عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د دغه مطلب څرګندولو ترڅنګ دا هم وویل، چې د په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت پای ته رسېدلی او ۱۳ زره ځواکونه يې د افغان ځواکونو پر روزنې او مشورو بوخت دي.
د ناټو عمومي منشي زیاته کړه، چې د څو کلونو په تېرېدو سره ناټو سازمان ۳۵۰ زرو افغان ځواکونو ته روزنه ورکړې او پر وینا يې، د دوی ظرفیت دومره لوړ شوی، چې کولای شي له خپلې خاورې په قوت سره دفاع وکړي.
هغه همدارنګه زیاته کړه، چې د ناټو سازمان ماموریت په افغانستان کې یوازې مشوره ده او د داعش پر وړاندې د نړيوال ایتلاف سره يې توپير دا دی، چې عملاً د جګړې په ډګر کې حضور نهلري.
د ناټو عمومي منشي په بروکسل کې خبري غونډې ته دا هم وویل، چې افغان هوايي ځواک اوس هم کمزوری دی او د پیاوړتیا لهپاره به يې خپلې هڅې چټکې کړي.
ستولتنبرګ په افغانستان کې د روسیې د مداخلې او وسلهوالو طالبانو ته د دوی د وسلو ورکولو په اړه وویل، چې دوی هم داسې راپورونه ترلاسه کړي، خو پر وینا يې تر اوسه پهدې اړه کره اسناد نهلري، چې ګوندې روسیه وسلهوالو طالبانو ته وسلې او نور تجهیزات ورکوي.
دغه سازمان وویل، چې ناټو نهغواړي له روسيې سره جنګ وکړي، بلکې دغه سازمان د ټولیز دفاع ملاتړ کوي.
ینس سټولټنبرګ زیاته کړه، چې ناټو به په توره بحیره کې خپل فضايي نظارت زیات کړي او خپل تر ټولو لوی ماموریت به ترسره کړي.
هغه په ټينګار سره وویل، چې ناټو د هر ډول ګواښ پر وړاندې د درېدو ظرفیت لري.
نوموړي زیاته کړه، چې دوی په افغانستان د داعش ماتې په برخه کې ژمن دي او د داعش ضد له نړېوال ایتلاف څخه ملاتړ کوي.

د ناټو سازمان په دغه بحث کې دفاعي لګښت بل بحث و او د ناټو عمومي منشي يې په اړه وویل، چې ټول هېوادونه د خپل لګښت دوه سلنه په دفاعي څانګې لګوي.
د هغه پر خبره، اوسمهال ناټو سازمان شاوخوا ۴۰ زره د چټک غبرګون ځواکونه لري او په ختیځ اروپا او توره بحیره کې ۴۰ د ناټو واحدونه شته.
د ناټو هدف يې د نورو هېوادونو پیاوړتیا یاده کړه او دا يې هم وویل، چې په شرقي اروپا کې د امریکايي ځواکونو زیاتوالی به د ناټو حضور نور هم رنګین کړي او د دوی زیاتوالی یوه جدي اړتیا ده.
هغه دا هم وویل، چې تېر کال د ناټو دفاعي لګښت ۱۰ میلیارډو ډالرو ته زیات شوی و دغه رقم به د دغه کال په جون میاشت کې زیات شي.
د ناټو عمومي منشي د بریتانیا په منچستر کې پر یو کنسرټ د برید په اړه وویل، چې د ناټو غړي باید له ټولنیزو ارزښتونو دفاع او ملاتړ وکړي.
هغه خلکو ته وویل، چې له داسې بریدونو دې نه ډاريږي او خپلو ازادیدو ته دې ادامه ورکړي.





