
د فاریاب ځايي چارواکي وايي، طالبانو په یو کمین کې د دې ولایت په شېرینتګاب ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان وژلی او بیا یې د هغه جسد په موټر پسې کش او سنګسار کړیدی.
د فاریاب امنیه قوماندان ویاند عبدالکریم یورش د دې خبر په تایید سره وايي چې طالبانو پرون د ملاکرم په نوم د ولسي پاڅونوالو قوماندان وژلی او سنګسار کړی او بیا یې یوې دښتې کې غورځولی دی. د ده په خبره، د ملاکرم تر څنګ د هغه دوه زومان هم ټپيان شويدي.
په ورته وخت کې د ملاکرم کورنۍ پر دولت نیوکه کوي چې هغه د دولت په ملاتړ له طالبانو سره جنګېد؛ خو دولت یې د جسد د رالېږدلو لهپاره هېڅ پام نهدی کړی.





