کابل کې ځانمرګی برید؛ د ملکيانو په ګډون ۶ امنيتي ځواکونه وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت وايي، ځانمرګی برید نن سهار شاوخوا ۷ بجې د کابل د ۵مې امنیتي حوزې اړوند شوی چې په پايله کې يې ۶ کسان وژل شوي او ۱۳نور ټپيان دي.

دا پېښه د مارشال قسیم فهیم پوځي پوهنتون ته څېرمه قمبر څلورلارې کې هغه مهال شوې ده چې کله د ياد پوهنتون زده‌کړيالان پوهنتون ته روان وو.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې په دې چاودنه کې ۲ ملکي وګړي او ۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي او د ۵ ملکي وګړو په ګډون ۱۳ د ملي اردو سرتېري ټپیان شوي هم دي.

خو د دفاع وزارت یوه اعلامیه کې ویلي، دغه ځانمرګي برید کې ۴ د ملي اردو سرتېري او ۱ ملکي وګړی وژل شوی او یو ملکي وګړی او ۵ امنيتي ځواکونه ټپیان دي.

د ملي يووالي حکومت له اجراييه رياسته په خپره شوې خبرپاڼه کې د عبدالله عبدالله له لوري دا پېښه غندل شوې ده.

تراوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

دا کابل ښار کې تر نسبي ارامۍ وروسته پېښه ده چې ملکيانو او پوځیانو ته په کې مرګ‌ژوبله اوړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام