د درې اړخیزې غونډې پایله: پاکستان دې افغانستان ته د داعش مخه ونیسي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو له ترینګلتیا وروسته یوځل بیا د افغانستان پاکستان او غوڅ ملاتړ د اپراسیون رییسانو په کچه درې اړخیزه غونډه جوړه شوه.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په دې اړه سلام وطندار ته وویل، چې په دې غونډه کې پر دې ټینګار وشو،  چې د داعش پرضد باید ګډه مبارزه وشي او په دې برخه کې باید همغږي رامنځ ته شي.

نوموړي زیاته کړه، چې پر دې  خبرې وشوې، چې د پاکستان لوري باید جدي اقدامات وکړي او داعش ته اجازه ور نه کړي، چې د دوی له خاورې افغانستان ته راشي.

د وزیري پر وینا، له درې اړخیزې غونډې وروسته د افغان او پاکستاني پلاوي ترمنځ دوه اړخیزه غونډه هم وشوه، چې په کې د ډیورند فرضي کرښې دواړو غاړو ته رامنځ ته کیدونکو ستونزو په اړه بحث وشو.

وزیري وویل، چې په دې غونډه کې، پر یو لړ مسلو لکه " له ډیورنډ کرښې هغې غاړې ډزې، یا هم له یادې کرښې دا غاړه د پاکستانی پوځیانو خوځښتونو یا تاسیساتو جوړولو بحث وشو. "

د  وزیري پر وینا پاکستاني پلاوي به په دې غونډه کې د بحثونو مالومات خپلو چارواکو ته وړاندې کوي او هغوی به پرې غورکوي.

په همدې حال کې د چارو څیړونکی کابل خان تدبیر وایي، چې پر پخوانیو درې اړخیزو غونډو ۱۵ کاله وخت ضایع شو او پاکستان په داسې غونډو سره لور په لوټه تیره کوي، نو افغان دولت باید وخت ضایع نه کړي او د پاکستان لاسوهنې په اړه اسناد نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي.

دی وایي، پاکستان نه د داعش پرضد مبارزه کوي او نه هم په خپلو ژمنو کې ریښتنی دی.

د داعش پرضد مبارزه کې له پاکستان سره د همغږې مبارزې غوښتنه داسی مهال کیږي، چې همدا اوس د دې ډلې پرضد د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د افغان ځواکونو عملیات روان دي او افغان ځواکونو د لسګونه داعش وسله والو وژل کیدو رپوټونه ورکړي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام