د کابل په نننۍ چاودنه کې د اداري اصلاحاتو ۵ کارکوونکي وژل شوي

نن ماسپښین شاوخوا یوه نیمه بجه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کارکوونکیو پر موټر د کابل د دارالامان پر سړک چاودنه وشوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې یاده چاودنه د یوه چسپکي ماین له کبله وه چې مخکې له مخې په موټر کې ځای پرځای شوی و.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي چې په یاده چاودنه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ۵ کارکوونکي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

تراوسه هېڅ وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت نه‌دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په کابل کې څلور چاودنې وشوې چې درې یې پرله‌پسې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د سیلو پر سړک پر محصلانو، عامو خلکو او خبریالانو وشوې او بله هم په پل‌سوخته سیمه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوه موټر کې د ځای پرځای شوي چسپکي ماین له کبله وشوه.

په یادو چاودنو کې چې د چسپکي او ځای پرځای شویو ماینونو له کبله وې، ۲ کسان ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول. د یادو چاودنو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست.

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له وروستیو بریدونو سره هم‌مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو نن د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې جګړه او تاوتریخوالی ودروي، څو افغانان په ارامه فضا کې اختر ونمانځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام