په فاریاب ولایت کې تېره اونۍ د جنبش او جمعیت ګوندونو په درې ورځنۍ جګړه کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
له جګړې وروسته د موضوع د څېړلو له پاره فاریاب ولایت ته یو پلاوی تللی و، چې نن یې پایله اعلان کړه.
یاد پلاوي په خپل رپوټ کې ویلي، چې د دواړو ګوندونو په جګړه کې له دولتي پوځي امکاناتو کار اخیستل شوی.
په هغه غونډه کې چې یاد پلاوي خپل راپور وړاندې کولو؛ دیني عالمانو، د ولایتي شورا غړيو، د دواړو ګوندونو استازيو، مدني فعالانو او قومي مخورو ګډون کړی و.
د یاد پلاوي مشر او د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو او کشفي ارګانونو مرستیال عبدالغفار سیدزاده وویل، چې د دواړو ګوندونو ترمنځ جګړه د ناسم پوهاوي له امله رامنځته شوې ده.
د ښاغلي سیدزاده د نښتې د ناسم پوهاوي په اړه وویل، په سیمه کې د وسله والو مخالفانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې له امله ۱۲۰ کورنۍ د المار ولسوالۍ نه میمنې ته کډوالېږي او د جګړې د پای ته له رسېدو وروسته د جنبش ګوند د یو قوماندان نظام الدین قیصار په مرسته بېرته خپلو کورونو ته ستنیږي.
سیدزاده وایي، هغه وخت کې یادې کورنۍ په خپلو کورنو کې ځای پر ځای کېږي؛ جنرال غلام فاروق قاطع ګومان کوي، چې جنبش ګوند ورته کومه توطئه جوړوي؛ له قیصار سره جګړ کوي.
نظام الدین قیصار په فاریاب کې د ولسمشر د لومړي مرستیال ځانګړی استازی دی او غلام فاروق قاطع د المار ولسوالۍ د امنیه قوماندان ورور او د سیمه ییزو پولیسو قومندان دی.
یاد پلاوي ویلي، چې له دې مخکې د یادو ۱۲۰ کډوالو کورنیو شمېر له جنرال قاطع سره دوښمنۍ لرلې.
سیدزاده وایي،، د دې دواړو ګوندونو ترمنځ د جګړې اصلي لامل یو شمېر وړې ډلې دي، چې له څېړنې وروسته به د دې ډلو ټول غړي د قانون منګولو ته وسپارل شي.
نوموړی وایي، د جګړې له دواړو قوماندانانو یې ژمنه اخیستی، که بیا خپلو کې جګړه وکړي؛ پرته له کوم شرطه به یې لوي څارنوالۍ ته وروپېژني.
د جمعیت او جنبش ګوندونو استازیو په دې ناسته کې غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره دې دا المار ولسوالۍ جګړه وڅېړل شي او په دې برخه کې دې قانون پلی شي.





