
پلارمې طالبانو ته په «نذر» کې ورکړم، چې واسکټ واغوندم او کوم حکومتي چارواکی ووژنم. طالبانو راته وویل، «لاړ شه او ځانمرګی برید وکړه، چې جنت ته لاړ شې، ځانمرګی د جنت د ځوانانو باچا دی.»
دا د ۱۲ کلن ذکریا خبرې دي، چې د پلار له لوري طالبانو ته د ځانمرګي برید له پاره په نذر کې ورکړل شوی و. هغه تېره ورځ له طالبانو تښتېدلی او د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې یې امنیتي ځواکونو ته ځان سپارلی دی. د ذکریا پلار، محمدشاه په فاریاب ولایت کې د طالبانو له مهمو غړو څخه دی.
د قیصار ولسوالۍ امنیه قوماندان نظام الدین سلام وطندار ته د دې پېښې په تړاو وویل، چې په دغه کوچني څو وارې وسله والو طالبانو جنسي تېری کړی دی.
بل لوري د فاریاب امنیه قومندان سید اقا اندرابي سلام وطندار ته وویل، چې ذکریا یې د کورنۍ له خوا د ۷۰۰ زره افغانيو په بدل کې طالبانو ته ورکړی، چې د دې ډلې له خوا ورته د ځانمرګي برید زده کړې ورکړل شوې دي.
ذکریا وايي، چې له ده سره ۶ نور کوچنیان هم یو ځای وو، چې د وسله والو طالبانو له خوا د ځانمرګي بریدونو زده کړې ورکول کېدلې. دی زیاتوي، چې دوی یې له کورنۍ څخه د پېسو په زور را بېل کړي او د ځانمرګو بریدونو له پاره یې چمتو کړي دي.
امنیه قوامندان په دې ولایت کې د طالبانو له خوا کوچنیان د جګړو له پاره ګمارل، د هغوی کمزرتیا بولي او زیاتوي، چې وېره او غریبي د دې لامل شوې، چې ځېنې کورنۍ خپل کوچنیان طالبانو سره پرېښې دي.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.
د ملګرو ملتونو د نړیوال کنوانسيون پر اساس هر انسان، چې تر ۱۸ کلنۍ کم عمر ولري؛ هغه ته د کوچني اطلاق کېږي او له دې عمره په کمو وګړو هر ډول ناوړه ګټه اخیستنه جواز نه لري، خو د راپورونو پر بنست په لرو پرتو ولایتونو او سیمو کې اوس هم د طالبانو له لوري په کم عمر کې کوچنیان په جګړو کې د برخې اخیستلو له پاره ګمارل کېږي.





