
د غزني په ولایتي شورا کې د دې ولایت مالستان ولسوالۍ استازي مني چې نن هم د روزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د طالبانو او سیمې خلکو ترمنځ جګړه وه او د یادې ولسوالۍ ډلې ډلې اوسېدونکي مالستان ولسوالۍ ته راتښتېدلي دي.
د غزني ولایتي شورا رییسه لطیفه اکبري سلاموطندار ته وویل، دوه ورځې وړاندې د خاص روزګان ولسوالۍ په کوندلان او حسیني سیمو کې د طالبانو او سیمې خلکو ترمنځ سخته جګړه پیل شوې او اوس هم دوام لري.
د نوموړې په وینا، په یادې جګړې کې د سیمهییزو پولیسو قومندان حکیم شجاعي ټپي شوی او ۵ ساتونکي یې وژل شوي دي. اکبري زیاتوي، تراوسه ۱۵۰ کورنۍ له خاص روزګان ولسوالۍ نه د غزني مالستان ولسوالۍ ته راکډه شوې دي.
په همدې حال کې د غزني ولایتي شورا غړی محمدنعیم توحیدي وايي، یاده جګړه ترهغې وروسته پیل شوې چې طالبانو د خاص روزګان ولسوالۍ څو کسان د باج نهورکولو له امله یرغمل کړل او څو کورونه یې هم وسوځول.
د توحیدي په وینا، د سیمې خلک له طالبانو سره ونښتل چې له کبله یې تراوسه د یادې سیمې ۱۵ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

بلخوا طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په خاص روزګان کې یې د سیمهییزو پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې له کبله یې تراوسه ۲۰ سیمهییز پولیس وژلي او د هغوی قومندان حکیم شجاعي یې ټپي کړی دی.
موږ هڅه وکړه چې د امنیتي مسوولانو نظر هم واخلو، خو له پرلهپسې اړیکو سره سره ونه توانېدو.





