
نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د ننګرهار ولایت د جلالاباد ښار په څلورمې ناحیې کې پر څلوېښتمتره سړک د پولیسو د پلټنې پوستې سره نږدې چاودنې شوېدي.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، پېښه کې یوه ۲۲ کلنه نجلۍ وژل شوې، ۲ ماشومان، یوه مېرمن او دوه لویان ـ چې مجموعاً ۵ تنه کېږي ـ ټپیان شويدي.
خو د ننګرهار حوزوي روغتون مطبوعاتي مسوول ګلزاده سنګر سلام وطندار ته وايي چې د سیمې له ځایه روغتون ته ۳ جسدونه او ۱۹ ټپیان ور وړل شويدي چې د پېښې په قربانیانو کې ۸ پولیس، ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د ښاغلي خوږیاڼي به خبره، تر اوسه د پېښې نوعیت نهدی معلوم او پهدې اړه څېړنې روانې دي.
دا پهداسې حال کې ده چې نن سهار په همدې ښار کې دوه پولهساتي پولیس هم د سړکغاړې ماینچاودنې کې ټپيان شويوو.
د ننګرهار د والي ویاند ویلي وو چې دا بم د سړک په غاړه خښ شوی و چې د پولهساتو ځواکونو پر رینجر موټر والوت.





