
امنیتي چارواکي وايي، په کندهار کې د ماینپاکۍ (MDA)موسېسې ۵ تنه کارکوونکي وژل شوي او یو تن يې ناڅرګندو وسلهوالو له ځان سره وړی دی.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني سلام وطندار ته وویل، یاد کسان د ټاپي پروژې په لار کې د ښخو خښویو مایونو د ایستلو لهپاره نن سهار لس بجې د میوند ولسوالۍ د «ملنګ کارېز» سیمي ته تللي وو چي د وسلهوالو طالبانو لهخوا يې ۵ ماینپاکان وژل شوي او یو تن يې له ځان سره وړی دی.
د یادې موسېسې یو تن کارکوونکی هم سلام وطندار ته د پېښې پخلی وکړ.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.





