راپورونه وايي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په پاکستان کې د سولې خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې دغه خبرې اترې د تحريک طالبان افغانستان (T.T.A) او افغان حکومت ترمنځ وشو.
د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزارت په وينا، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو زمينه د پاکستان حکومت له لوري د دغه هېواد (مري) نومي په سېلاني سيمه کې برابره شوې وه.
اسلام اباد ويلي، چې دواړه خواوې د بیا ځل خبرو اترو له پاره سره سلا شوي دي.
تېره ورځ پاکستاني رسنيو راپور خپور کړ، چې د خبرو اترو مشري به لومړی افغان حکومت د تللي پلاوي د غړو له لوري کيږي، خو په دويمه ورځ به بیا د خبرو اترو مشري د طالبانو پر غاړه وي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند قاضي خلیل الله ويلي، چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو په موخه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو منځګړيتوب کوي.
له دې وړاندې قاضي خلیل الله ويلي وو، چې په دغو خبرو اترو کې امريکا او چين هېوادونو استازي هم ګډون کوي.
اخوا د ارګ له لوري رسنیو ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې د افغانستان دولت د سولې له پاره د بین الافغاني مذاکراتو هرکلی کو.
په خبر پاڼه کې راغلي، چې افغان حکومت د لومړي ځل له پاره د رسمي مذاکراتو د ترسره کېدو هرکلی کوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري رسنيو ته په لېږل شوي خبر پاڼه کې داهم ویل شوي، چې افغان حکومت د دغو مذاکراتو پرېکړې تایدوي او سولې ته د رسېدو له پاره یې لومړی ګام بولي.
ارګ د افغانستان د ملي وحدت حکومت د پاکستان اسلامي جمهوریت د دغې لومړۍ لیدنې د اسانتیا برابرولو او د سولې عالي شورا د پلاوي له کوربه توب څخهد قدردانۍ ترڅنګ کاږلي، چې د سولې د مذاکراتو په بریالیتوب کې د دخیلو لوریو نیت او اراده یو مهم اصل ګڼل کېږي، د افغانستان ملت هیله مند دی چې دا مذاکرات په ښه نیت او قاطعیت ادامه پیدا کړي.
په خبرو اترو کې دواړه خواوې خپل دريځونه وړاندې کړل.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند وايي، دواړه خواوې په دې سره سلا شول، چې په سيمه، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو له پاره باید ټولې خواوې او ډلې ټپلې برخه واخلي.
قاضي خلیل الله زياته کړې، تحريک طالبان افغانستان او افغان حکومت استازو له لوري دا وویل شول، چې باید د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځ ته کېدو له پاره کار وشي.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو اترو کې د چينايي او امريکايي استازو له ګډون څخه داسې ښکاري، چې د دغو خبرو اترو تر شا د نړۍ پياوړي هېوادونه هم ولاړ دي.
د راپورونو پر بنسټ د خبرو اترو له پاره د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خلیل کرزی، د ننګرهار پخوانی والي حاجي دين محمد او د اجرايوي رییس استازی محمد ناطقي ګډون کړی دی.
له بل لوري د امريکا متحده ایالات د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ، د پاکستان په منځګړيتوب له خبرو اترو هرکلی کړی دی.
د سپينې ماڼۍ ویاند جوش ارنیسټ ويلي، چې دغه خبرې اترې به په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو په موخه یو قوي ګام او پرمختګ وي.





