د "افغانستان بهرنی سیاست" لومړی ټوګ کتاب، چې د سټراټیژیکو مطالعاتو د ۱۱ څېړونکیو یو کلن کار دی؛ د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپور شو.
دا په خپل ډول کې د لږکیو کتابونو له ډلې هغه کتاب دی، چې د بهرنیو اړیکو او د سیاسي مطالعاتو په برخه کې د یوې منسجمې نظريې د رامنځته کولو په برخه کې لیکل شوی دی.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو رییس ډاکټر فرامرز تمنا سلا وطندار ته وویل، چې له دې مخکې د افغانستان سیاست، غبرګون ډوله و، دغه کتاب کې هڅه شوې، چې دغه غبرګوني سیاست په فعال سیاست باندې واړوي.
تمنا د دغه کتاب د چاپولو موخه؛ د افغانستان د بهرني سیاست علمي کول بولي او زیاتوي، چې د افغانستان بهرنی سیاست، د ورځني سیاسي پوهاوي له نشتوالي سره مخ و، چې د دغه کتاب په مرسته به دغه چاره ختمه شي.
په تېر کال کې هم د افغانستان پر بهرني سیاست کتابونه چاپ شوي وو، خو تمنا زیاتوي، چې ډېر کتابونه سلیقوي لیکل شوي وو. د ده په وینا، د بهرني سیاست په اړه ډېر زیات کتابونه چاپ شوي، خو علمي لید لوری یې نه لرلو او ډېر سلیقوي لید لوري په کې تعقیب شوي وو.
په دې کتاب کې هڅه شوې، چې موجودې وضعې ته په کتو د افغانستان سیاسي، ټولنیز، کلتوري او اقتصادي حالت او همدا ډول په سیمه او نړۍ کې د افغانستان موقعیت ته په کتو سره افغان شموله سیاست رامنځته کړي.
تمنا په دې باور دی، چې افغانان هم لکه د سیمې او نړیوالو هېوادونو په څېر د سیمې او نړۍ د پېښو پر وړاندې ټاکلی سیاست او دریځ ولري.
نوموړی وایي، چې د افغانستان ګاونډیانو په تېرو ۱۰۰ کلونو کې له افغانستان سره له فعال سیاست نه کار اخیسته او افغان د سیاسي مسایلو پر وړاندې یې غبرګون ډول سیاست لاره او ویې نه شو کولی، چې په سمه توګه له ملي ګټو نه د فاع وکړي.
د کابل د سیاسي علومو د پوهنځي د ځېنو استادانو په باور، دغه کتاب کولی شي، چې په هېواد کې د سیاستوالو او زده کړیالانو له پاره مهمه سرچینه شي.
د افغانستان د بهرني سیاست کتاب په ۱۸ څپرکیو کې خپور شوی، چې لومړی فصل یې په بهرني سیاست کې هستي پېژندنې ته ځانګړی شوې او پاتې څپرکیو کې د هېواد سیاسي اړیکې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په اړه لیکل شوی دی.





