
د پروان محلي مسوولان وايي چې بېګاه شاوخوا ۹:۴۰ بجې د بګرام هوايي اډې شپږ کارکوونکي وژل شوي دي.
د پروان د امنیې قومانداني د امنیت امر عبدالواسع رحیمي سلاموطندار ته ویلي چې دوه طالب وسلهوال چې پر یوه موټرسایکل سپاره وو، د بګرام هوايي اډې پر کاروونکو یې وسلهوال برید کړی دی.
د نوموړي په وینا، پېښه هغه مهال شوې چې د یادې اډې لس کارکوونکي خپلو کورونو ته روان وو.
رحیمي وايي، په دغه وسلهوال برید کې ۴ کسان ټپیان شوي هم دي.
هغه د بګرام هوايي اډې پر کارکوونکو برید یو ترهګریز عمل بولي.
تر دې وړاندې هم طالبانو ته اړوند وسلهوالو پر دغه هوايي ډګر توغندیز برید کړی و.
طالب ډلې بیا ویلي چې یاد برید د دوی وسلهوالو نه دی کړی.





