
د غزني د ولایتي شورا غړي عصمتالله جامرادوال سلام وطندار ته وویل چې دا موټربم نن سهار ۳ بجې د مقر ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ په لومړۍ دروازه کې چاودلی او له هغه وروسته نورو وسلهوالو طالبانو له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه شروع کړېده.
د غزني د ولایتي شورا بل وکیل نصیراحمد فقیري وايي، پهدې نښته کې ۶ پولیس وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان دي او همدارانګه د ملي امنیت ۵ تنه کارکوونکي او یو ملکي وګړی ټپيان شويدي.
د غزني ولایت د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې پهدې برید کې ۵ امینتي سرتېري وژل شوي او د ولسوال په ګډون ۲۶ تنه ټپیان دي.
د مقر پخوانی ولسوال وحیدالله مقري هم تایید کړه چې یو مازدا ډوله موټر د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ له ودانۍ سره چاودلی او تراوسه نښته روانه ده.
طالبانو پهداسې حال کې له بېګا راهیسې د ولسوالیو د سقوطولو لهپاره بریدونه کړي چې نن د حکومت له لوري له دې ډلې سره د اوربند د اعلان لومړۍ ورځ پیل شوېده.
وسلهوالو طالبانو همدا بېګا شپه د فاریاب ولایت کوهستان ولسوالي سقوط او ولسوال یې ووژلو.





