نن د جون ۳ د فیستولا د له منځه وړلو نړېواله ورځ ده، چې دغه ورځ په کابل کې هم د عامې روغتیا وزارت او د ملګرو ملتونو صندوق له خوا ولمانځل شوه.
فیستولا د زېږون له لارې مثانې ته او یا لویې کولمې طرف ته د یوه سوري جوړیدا ته وایې، چې کله دغه ناروغۍ هلته را منځ ته شي، نو بیا د ماشوم پیدا کیدل ډېر وځنډیږي.
د فیستولا د ناروغۍ له کبله ځينې میرمنې د خپل ادرارو مخنیوی کوي، نو له همدې کبله له خپلې کورنۍ او دوستانو څخه جلا کیږي او ناروغان بیا د رواني ستونزو سره هم مخ کیږي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې اوس مهال په نړۍ کې دوه میلیونه ښځې او نجونې د فیستولا په ناروغۍ اخته دي.
دغه راز، هر کال په نړۍ کې د ولادي فیستولا ۵۰ زره نوي پېښې رامنځته کیږي چې له دې ډلې یواځې ۲۰ زره ښځې د دې ناروغۍ د درملنې اسانتیاو ته لاسرسی پېدا کوي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په ۲۰۱۴ م زېږدیز کال کې یواځې په کیور روغتون کې د ولادي فیستولا ۴۳ پېښو درملنه شوې.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د فیستولا له منځه وړلو د نړېوالې ورځې په لمانځ غونډه کې وویل، چې په ټیت عمر کې واده کول، د زېږونونو ترمنځ د ځنډ نه مراعات کول؛ د غیر مسلکي میرمنو تر څارنې لاندې زېږون او د امیدوارۍ پر مهال د درندو کارونو ترسره کول د زېږون پر مهال د فیستولا ناروغۍ لامل کیږي.
فیروز زیاته کړه ،چې د معلوماتو له مخې دا مهال په کابل ښار کې د فیستولا ناروغي د مخنیوي په برخه کې ملالۍ زېږنتون او کیور رغتونونه فعالیت کوي، خو ډېر ژر به د هېواد په ۴ حوزو کې د فیستولا ناروغي د مخنیوي په موخه د درملنې مرکزونه جوړ کړي.
دعامې روغتیا وزیر وویل، چې فیستولا نه یوازې یوه روغتیايي ستونزه ده بلکه دغه ناروغۍ ټولنیز، افتصادي او کلتوري اړخونه هم لري، چې د دې ناروغۍ قربانیان اکثره بی وزله او بې سواده ښځې دي او اړینه ده، چې د ښځو د امیندوارۍ د روغتیا او حقونو په هکله د خلکو پوهاوی زیات شي.
دغه راز، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق، استازې ډاکترې انیت روبرتسون وویل، چې د ولادي فیستولا د پای ته رسولو له پاره باید ټولو ته با کېفيته خدمتونه وړاندې او په کم عمر کې د نجونو ودولو د مخنیوي په موخه جدي اقدام وکړو.
میرمن رابرتسون زیاته کړه، چې په ۲۰۰۷م زېږدیز کال کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په ملالۍ زېږنتون روغتون کې د ۸۰۰ ولادي فیستولا ناروغو ښځو درملنه کړې ده.
سره له دې، چې د عامې روغتیا وزیرد فیستولا په ناروغۍ د اخته شویو میرمنو شمیر ونه ښوده، خو په ۲۰۱۰ م زېږدیز کال کې د ملګرو ملتونو د وکړو صندوق په همکارۍ د هېواد په شپږو ولایتونو کې یو سروی ترسره شوه، چې په هغې د ۳۰۴۳ ښځو روغتیايي حالت د دې ناروغۍ له امله وڅیړل شو، چې په پایله کې دا جوته شوه، په هرو زرو زېږونونو کې د فیستولا څلور پېښې له ځانه سره لري.
دغه راز، ډاکتران هم وایي، په ټولنه کی باید د فیستولا په اړه پوهه زیاته شی، چې دا د ټولو خلکو یوه ګډه ستونزه ده.
دوی زياتوي، د ټولنې غړي باید ټولې امیدوارې مېندې د ولادت له پاره روغتون او یا هم ډاکټر او روزل شوې قابلې ته ورسوي او د زېږونونو ترمنځ واټن هم د ولادي فیستولا مخنیوی کوي.
نجونې باید د ۱۸کالو نه مخکې واده نه شي، ځکه په دې عمر کې د نجونو د اولاد ځای او لارې پوره وده نه وي کړی، چې حمل ته چمتو شی.
په دې عمر کې که حمل واخیستل شي، نو دا د ولادت د قناعت د بندېدولامل کېدی شي او د دې ډېرامکان شته، چې داسې ښځو ته د فیستولا ناروغۍ پېدا شي، خو که چېرې کومه نجلۍ د ۱۸کلنۍ نه مخکې واده شي، نو باید خپل لمړنی زېږون وځنډوي.





