په افغانستان کې ۲ میلیونه وګړي پر ساري ناروغیو اخته دي

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا   "  UNFPA" چمتوکړی راپور په ډاګه کوي، چې په افغانستان کې ۲ میلیونه وګړي پر ساري اونورو ناروغیو اخته دي.

د ملګرو ملتونو د وګړ صندوق راپور، چې په ۲۰۱۵ م کال کې چمتوشوی په کې راغلي ۲،۲ میلیونه نور وګړي، بیا په افغانستان کې غذايي خوندیتوب نه لري.

په همدې اړه د راپور وړاندې کولو پرمهال د اقتصاد وزارت د بې وزلې د برخې متخصص خان محمد عالمیار دا هم وویل، چې ۲ میلیونه وګړي په ساري او نورو ناروغیو اخته دي.

دغه راز، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا  " UNFPA" هرکال د نړۍ په کچه د هغو ښځو، نجونو او ماشومانو پر وضعیت راپور چمتوکوي، چې د طبیعي او امنیتي پیښو له امله  اغیزمن شوي وي.

راپور په ډاګه کوي په ۲۰۱۴ م ز کال کې شاخوا ۸ لکه ۵ زره او ۴۰۰ افغانان د طبیعي او امنیتي پيښو له امله اغېزمن شوي.

دغه راپور کې راغلي، چې  ۲۰۱۵ م ز کال کې د ملګرو ملتونو ګډوالۍ ادارې د سروې له مخې ۶ لکه ۴۳ زره وګړي د طبیعي پيښو او جګړې له امله بیځایه شوي چې ۴۶ سلنه يي ښځې دي.

غونډې ته د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا " UNFPA "  مرستیال استازی ډاکټر ویلفرد اوچان وویل، چې په افغانستان کې هرکال له يو میليون څخه زيات کسان د جنګونو او طبعي پيښو له امله بی کوره کیږي، چې په دې کې ۲۴۰ زره نجونې او ميرمنې دي همدارنګه دوی د زیږون پورې مربوط اړینو مرستو ته اړتیا لري.

په دې راپور کې راغلي، چې ۲۰۱۵ م ز کال کې ۹۰۰ کسان د طبیعي پيښو له امله زخمي اومړه شوي دي، چې ۱۲۲ ښځې دي.

اوچان زیاتوي د دوی د وړاندوینې له مخې په افغانستان  کې راتلونکې ۲۰۱۶ م ز کال د طبعيي او امنیتي پيښو بې ځایه شویو پر شمیر ښايي ۲۵۰ زره نور هم ورزیات شي.

دغه راز، د ملګرو ملتونو په دې راپور کې راغلي، چې اوس مهال په نړۍ کې ۱۰۰ میلیونه وګړي لومړنیو مرستو ته اړتیا لري، چې  له دې ډلې یې ۲۶ میلیون هغه ښځې او نجونې دي، چې د امیدوارۍ په حالت کې دي.

راپور کې راغلي، چې اوس مهال ۷،۴ میلیون افغانان انساني او بشري مرستوته اړتیالري، چې له دې ډلې ۳،۴ میلیونه وګړو ته باید جدي پام وشي.

په همدې اړه په دې راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ټینګښت په موخه ۵،۴ میلیونه ډالره ځانګړي شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام