
طالبانو د خپلو پسرلنيو عملیاتو له پیل سره هممهال د افغانستان پر څو ولایتونو د دې ډلې له بریدونو سره مل و. طالبانو په کندوز، پکتیا، زابل، سرپل، بادغېس او بدخشان ولایتونو کې له دوو ورځو راهیسې پراخ بریدونه کړي دي.
خو د دغو ولایتونو د مسوولانو لومړني مالومات ښیي چې طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې، په تېرو دوو ورځو کې ۴۵ طالبان وژل شوي او له ۴۴ ډېر نور ټپیان دي.
د بدخشان د والي ویاند نېکمحمد نظري سلاموطندار ته وویل، طالبانو په تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت پر جرم، زېباک او راغستان ولسوالیو پراخ بریدونه کړي چې په وینا یې، امنیتي ځواکونو پر شا تنبولي دي.
د نوموړي په وینا، په دوو ولسوالیو کې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي او یوازې درې دولتي سرتېري برسېرن ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې د سرپل والي عبدالقادر اشنا وايي، د دغه ولایت پر صیاد، سانچارک او ګوسفندي والسواليو د طالبانو د تېرې شپې بریدونه، امنیتي ځواکونو شنډ کړي دي.
اړوند مطالب:
د «الفتح» عملیاتو پر وړاندې د افغانحکومت، امریکا او ناټو غبرګون
«خالد» او «الفتح» عملیات؛ د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ پراخې نښتې
د اشنا په وینا، د یادو نښتو په پایله کې د طالبانو د درې مهمو قوماندانانو په ګډون، ۱۲ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
طالبانو دغه راز د پکتیا، بادغېس، زابل او کندوز ولایتونو پر ځینو ولسوالیو هم بریدونه کړي چې د چارواکیو په وینا، په دغو ولایتونو کې د هغوی بریدونه پر شا تنبول شوي دي.
د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعامالدین رحماني سلاموطندار ته وویل چې د طالبان په بریدونو کې د کندوز ښار په څنډو کې ۱۵ طالبان او ۱۰ دولتي سرتېري وژل شوي او ۲۰ طالبان ټپیان شوي دي.
خو طالب ویاند ذبېحالله مجاهد خپل لوري ته اوښتې مرګژوبله نه مني او وايي چې د امنیتي ځواکونو پر ضد د دوی جګړه روانه ده.





