د رهبرۍ کمزورتیا او د تجهیزاتو کمښت، د نظامیانو د مرګ‌ژوبلې اصلي لامل

یو شمېر پوځي شنونکي وايي، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د امنیتي بنسټونو د مشرتابه پلاوي کمزورتیا او د پوځي تجهیزاتو کمښت د امنیتي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې شمېره لوړه کړې ده.

افغان ولسمشر محمداشرف غني تېره ورځ د سویس هېواد د داووس ښار اقتصادي غونډې په څنډه کې له سي‌ان‌ان سره په خبرو کې وویل چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې له ۴۵ زرو ډېر پوځیان وژل شوي دي.

د ولسمشر غني دا څرګندونې له غبرګونونو سره مخ شوې دي.

ځینو پوځي شنونکیو له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل چې د امنیتي ځواکونو مدیریتي کمزورتیا، فساد او د جنګي تجهیزاتو کمښت له ۲۰۱۴ کال راهیسې د څه باندې ۴۵ زرو سرتېرو وژل کېدو اصلي لاملونه دي. 

د پوځي چارو شنونکی محمد رادمنش وایي، نه ښایي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په نوم دومره پوځیان ووژل شي.

ښاغلی رادمنش زیاتوي، امنیتي ځواکونه پر اوسنیو تجهیزاتو له ترهګرو سره د مبارزې توان نه‌لري.

د رادمنش په وینا، که امریکا او ناټو پرمختللي تجهیزات افغان ځواکونو ته نه ورکوي، په قول‌اردو ګانو کې شته تجهیزات دې چې کار نه ترې اخیستل کېږي، امنیتي ځواکونو ته ورکړي. 

رادمنش وایي، که په ۴ کلونو کې ۴۵ زره پوځیان ووژل شي، نور به هېوادوال چمتو نه وي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې شامل شي. 

یو بل پوځي شنونکی کابل‌خان تدبیر وایي، فساد، د مدیریت کمزورتیا او د اړیکو له مخې، په امنیتي بنسټونو کې ګومارنې د امنیتي ځواکونو د سر زیان ستر لاملونه دي.

د ۴۵ زرو امنیتي ځواکونو وژل کېدل د فېسبوک د ځینو کارونکیو له کلک غبرګون سره هم مخ شوي دي.

د فېسبوک څو کاروونکیو داسې لیکلي:

«پر موږ دې لعنت وي چې تراوسه د رهبرۍ دعوه کوو او افسوس د ملت په حال چې اوس هم پر موږ باور کوي. ۴۵ زره سرتېري، له زرګونو ماشومانو او ښځو سره په تېرو پنځو کلونو کې په وینو لړل شوي دي.»

«ولسمشر غني په سویس کې په سړه وینه او غرور نړېوالو ته اعلان کړه چې د حکومت له پیله تر اوسه یې ۴۵ زره انسانان په نظامي لیکو کې وژل شوي دي. د غني په نظر کېدای شي دا یوازې شمېرې وي، خو پوهېږئ دې له فاجعې هم اړولې ده.»

ولسمشر غني د سویس هېواد په داووس ښار کې د اقتصادي غونډې په څنډه کې ویلي چې تېر کال شاوخوا ۱۰۰ زرو پوځیانو خپلې دندې خوشې کړې دي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام