
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل او ننګرهار کې وروستي خونړي بریدونه د داعش ډلې کار بللی دی. د نوموړي په وینا، د امریکا د ارزونو له مخې، د کابل او ننګرهار بریدونه د داعش ډلې له لوري شوي دي.
نوموړي په یوه ټويټ کې لیکلي، د داعش ډلې خراسان څانګه په دا ډول بریدونو سره د افغانانو او نړیوالو لپاره ستر ګواښ دی.
نوموړي داعش ډله د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک خلاف بللې او ویلي یې دي چې دا ډله په افغانستان کې قومي جګړې ته لمن ووهي.
هغه له افغان دولت نه غوښتي چې داعش ډلې ته اجازه ور نه کړي، څو د سولې ماتېدونکې پروسه له خپل اصلي مسیر نه وباسي.
د کابل او ننګرهار په وروستیو پېښو کې نږدې ۵۰ کسان ووژل شول او نږدې اتیا نور ټپیان شول. وسلهوالو د تېرې سهشنبې په ورځ په کابل کې پر یوه سل بستریز روغتون برید وکړ. کورنیو چارو وزارت وویل چې په یاد برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان ووژل شول.
له دغه برید څو ساعته وروسته یوه ځانمرګي بریدګر د ننګرهار په «کوزکونړ» ولسوالي کې د جنازې مراسمو پر مهال ځان ته چاودنه ورکړه. په دې پېښه کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله واوښته.
طالبانو د کابل او ننګرهار په بریدونو کې خپل لاس لرل رد او داعش ډله یې د دغو بریدونو مسووله وبلله.





