د طالبانو ۱۰۰ نور بندیان نن خوشې کېږي

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، ټاکل شوې د طالبانو سل نور زندانیان هم نن پنجشبنه (د حمل میاشتې په یویشتمه) د بګرام له زندانه خوشې شي. د دغې ډل سل بندیان تېر ماښام د هغوی سن، روغتیایي وضعیت او د بند مودې ته په پام سره خوشې شوي دي.

د ملي امنیت شورا وياند جاويد فيصل پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، د ولسمشر محمد اشرف غني د لومړۍ ګڼې فرمان سره سم نن هم ۱۰۰ نور طالب بنديان د بګرام له زندانه د هغوی سن، روغتیایي وضعیت او د بند مودې ته په پام سره خوشې کېږي.

ولسمشر غني د خپلې لوړې مراسمو کې د پنځه زره طالب زندانیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړ او ويې ویل، دغه زندانیان به د سولې هڅو یوې برخې په توګه په تدریجي ډول د افغانستان له زندانونو خوشې شي.

خوشې شوي زندانیان، د پروان، پکتیا، پکتیکا، بغلان، هلمند، کندهار او ځينو نورو لایتونو دي.

د بګرام زندان مسوولان وايي، د طالبانو زندانیان د ملي امنیت شورا د یوه پلاوي په حضور کې خوشې شوي دي.

د ملي امنیت شورا د هغو طالب زندانیانو په اړه چې تېر ماښام خوشې شوي ویلي، د زندانيانو خلاصون د هغه لست پر بنسټ کېږي چي د طالبانو يوه تخنيکي ټيم افغان حکومت سره شريک کړي وو.

افغان حکومت وايي، دا زندانیان د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ له لوري بایومټریک شوي او هېڅکله به بېرته د جګړې ډګر ته نه ورګرځي.

ورته وخت کې طالبانو بیا د بندیانو د خوشي کولو پر بهیر نیوکه کړې او په خبره یې بندیان له پروسې او هوکړې سره سم نه دي خوشې شوي، نو دوی ته د منلو نه دي.

طالبان وایي، د دوی پلاوی هم له کابل وتلی او د زندانیانو د خوشې کولو پر سر خبرې درېدلي دي.

دغه سل طالب زندانیان داسې مهال له بند  خوشې کیږي، چې د پروان امنیتي مسوولینو نن سهار وویل، طالب جنګیالیو د بګرام پر هوايي ډګر توغندیز بریدونه کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام