
ځېنې مدني فعالان وايي، چې د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په اډانه کې د ښځینه پولیسو ګډون نمایشي دی.
د کورنیو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ افغانستان شاوخوا ۲ زره او ۷۰۰ ښځینه پولیسې لري، چې ۳۰۰ تنه یې د مامورینو او اجیرانو په توګه کار کوي.
مدني فعالان وايي، چې د ښځو پولیسو دغه شمېر په هېواد کې د ښځو ۱۵ میلیونو نفوس ته په کتو ډېر کم او د د ښځو پولیسو کیفیت کچه هم ټیټه ده.
د مدني بنسټونو په خپرې شوې خبر پاڼه کې د ښځو پولیسو، سوله، امنیت او په کلیدي برخو کې د ښځو ونډې څخه ننګه کړې ده.
دغې خبر پاڼه کې ویل شوي دي، چې د کورنیو چارو وزارت په لوړو برخو کې د ښځو پولیسو ګومارل د دغه وزارت یو نمایشي کار دی.
په دې وروستیو کې د اسیا بنسټ له خوا په تر سره شوې نظر سنجۍ کې ښودل شوي و، چې یواځې ۴۱،۴ سلنه افغانان د دې پلوي دي، چې ښځې دې، د اردو او پولیسو په لیکو کې کار وکړي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د بشر حقونو د څېړنې مدیر هارون نور وايي، چې د پولیسو په لیکو کې د ښځو پولیسو حالت د اندېښنې وړ نه دی او د ښځو د ظرفیت لوړونې په برخه کې زیات کارونه شوي دي.
د ده په خبره، د کورنیو چارو وزارت د ښځو پولیسو له پاره ځانګړې څوکۍ په پام کې نیولي دي او همدا ډول د ظرفیت لوړونې په برخه کې به هم کار وکړي.
نور زیاته کړه، چې د ښځو پولیسو نه د ملاتړ، تشویق او د پولیسو سره د مېرمنو د یو ځای کېدو په اړه لازمه ده په ټولیز ډول کار وشي.
افغانستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ پرېکړه لیک د امنیت او سولې په برخه کې د ښځو د پیاوړي کولو په اړه لاس لیک کړی دی.
د دغه پرېکړه لیک له مخې باید افغان دولت د مېرمنو د ګټونو خونديتوب په پام کې نیولو سره د سولې پروسې ته لاړشي.
د کورنیو چارو وزارت د پالیسو پر بنسټ د ۲۰۱۶ز کال تر پای پورې به د ښځینه پولیسو شمېر ۵ زرو تنو ته ورسوي.





