تېره ورځ کله چې ولسي جرګې ته ملي دفاع وزارت ته نوماند وزیر معصوم ستانکزی د اعتماد رايې اخیستو په موخه پېژندل کېده، نو ددغې جرګې مشر عبدالروف ابراهيمې له لوري تالار ته د رسمي راتګ د بلنې په حساسه شېبه کې د ۸ تنو ځانمرګو له خوا پر دې تالار له درنې بمي چاودنې وروسته برید وشو.
د لومړي برید سره سم د ځانمرګو دوه تنه ووژل شول او ۶ تنه نور يې غوښتل، چې د افغانستان ملي شورا ودانۍ ته ځان ورسوي او په جرګه کې ټول حاضر وکيلان له منځه یوسي.
په دغه وخت کې ملي شورا امنيتي سرتېری د عیسی خان لغماني په نوم دغو شپږو ځانمرګو بريدګرو ته د ملي شورا د لومړي دروازې د سميټي موانعو شاته کمين ونيو او د د بریدمل عیسی خان په وينا ټول بريدګر يې په پنځو دقيقو کې له منځه یووړل.
له هغه وروسته عیسی خان لغماني نوم سم د واره د خلکو د ژبو په سر کښيناست او ده ته يې د ټولنیزو شبکو او د کابل ښار په ځينو ځايونو کې د عکسونو د لګولو له لارې د ملي اتل لقب ورکړ.
د ولسمشر له لوري ورته د شجاعت مډال او د یوه کور کلي ورکړل شوه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي دفاع وزارت ته امر وکړ، چې د ملي اردو سرتيري عیسی خان لغماني ته دې د رتبې لوړولو تدابیر هم ونیسي.
له هغه وروسته بیا د ولسي جرګې ځينو غړو له لوري نقدي مکافات هم شو.
د ولسي جرګې غړې ناهید فريد عیسی خان لغماني ته خپل دوه میاشتني معاش ډالۍ کړه.
د ولسي جرګې غړي احمد فرهاد مجيدي، منور شاه بهادري، محمد رضا خوشک خپلو د دوو میاشتو معاش سر بېره هره يوه يې ۱۵۰ زره افغانۍ عیسی خان لغماني ته د ده د پروني ورځې د مېړانې په خاطر ومانه.
همدارنګه د ولسي جرګې بل غړی غلام فاروق مجروح خپل دوې میاشتې معاش او عباس ابراهیم زاده ورته ۱۵۰ زره افغانۍ د انعام په ډول ورکړ.
د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق هم ورته ۳۰۰ زره افغانۍ د انعام په توګه منلي دي.
له بل لوري تېره ورځ پر ولسي جرګې د شپږو ځانمرګو بريدګرو د وژلو د مېړانې په خاطر د ولسي جرګې غړې فوزيه کوفي له لورې هم تقدیر شوه.
د ده له خولې د ځانمرګو د وژل کېدو کیسه عجیبه وه او له پرونه راهیسې ټولنيزې شبکې د ده په اصطلاح ( تق چپه کو) ډکې دي.
دی چې کله ځانمرګي ویشتل، نو په خپله ساده او عسکري ژبه يې رسنيو ته کیسه کوله، چې هر ځانمرګی بريدګر يې يوه مرمۍ ویشتی او په شپږو مرميو يې هره يوه په وينا يې ( تق چپه کو) باندې له منځه وړي دي.
ده رسنيو سره په عجیبه عسکري اصطلاحاتو خبرې کولې.
په عسکري کې د نښې ويشتلو په وخت کې یوه اصطلاح ده، چې وايي، چې (جري جوک ته او جوک د هدف مرکز ته برابر کړئ) بیا د ډز کولو امر ورته کيږي.
نو ده رسنيو ته داسې ويل:"جري جوک ته او جوک مې هدف ته برابروه او ډز چپه يې کړه او ډز چپه يې کړه، په پنځوو دقیقو کې مې شپږ ځانمرګي وغځول"
شاید عیسی خان لغماني مېړانه که نه وای کېدی شوای، چې د دغو شپږو ځانمرګو بريدګرو په ننوتو سره د ولسي جرګې پر وکيلانو محشر جوړېده.
هغه وايي، چې له یوې زورورې چاودنې وروسته يې د زیات ګردونو له لاسه خپله وسله ورکه کړه؛ وروسته يې برید کوونکو ته د پارلمان لومړي عمومي دروازې په سيميټي موانعو کې کمين ونیوه او د ملي اردو له لوري ورکړل شوي ټوپک په زور يې ۶ واړه ځانمرګي بريدګر يې په خورا اسانۍ سره د مرګ کومې ته ورسول.
د ملي اردو دغه سرباز، د پارلمان د ودانۍ امنيتي ځواکونو له ډلې وو.
هغه هرڅه، چې يې کړي په خورا لوړ اواز پرې فخر کوي او وايي، " زه د وطن خدمتګار یم او والله که د پاکستان یو غلام هم رانه کامیاب شي."
د ځانمرګو بريدګرو جسدونه په مېدان پراته وو او مخکې له دې، چې خپل لاسي بمونو ته چاودنه ورکړي له منځه تللي دي.
په خواله رسنيو کې زیات شمېر د همدغه سرباز د شجاعت او سرښندنې په اړه تبصرې روانې دي او یو شمېر ځوانان خپله پاڼه کې د ده عکس پورته کړی.
د کابل ښار په ځينو واټونو کې هم دده عکسونه لګېدلي دي.
ده ويلي، چې په پنځوو دقیقو کې ټول ځانمرګي بريدګر يې وژلي او وروسته ډزې د امنيتي ځواکونو له لورې پېل شوې.
ټا کل شوې وه، چې تېره ورځ ولسي جرګې عمومي غونډې ته د ولسمشر دويم مرستیال سروردانش له خوا د ملي دفاع وزارت ته نوماند معصوم ستانکزی وروپیژندل شي، خوکله چې د ولسي جرګې رییس وویل، میلیمانه دې د غونډې تالار ته ور وبلل شي د سترې چاودنې غږ واورېدل شو.
له چاودنې سره سم د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي په استوار حالت کې ټول وکيلان ارامۍ ته راوبلل.
د ده همدغه مېړانه د ولسي جرګې غړو له لوري تقدير شو او د شجاعت پګړۍ يې ورته په سر کړل.
د ده وژنه د طالبانو د غبرګون لامل هم شوی.
طالبانو ويلي، چې بريدمل عیسی خان درواغ وايي او هغه د نشې او احساساتو پر مهال د شپږو بريد کوونکو د وژلو ادعا کوي.
یاده دې وي، چې د ولسي جرګې ټول غړي د دغه بريد څخه روغ رمټ ووتل.
د ولسي جرګې ځينې غړي په نننۍ عمومي غونډه کې بیا د بريد پړه د سيمې پر استخباراتو په ځانګړي ډول پر پاکستان اچوي او وايي، چې باید د دغه برید په اړه جدي څېړنې وشي.





