
نن سهار نږدې ۱۰ بجې په کابل کې د عیدګاه جومات څنګ کې یو سرای ته ۳ وسلهوال بریدګر ننوتل او له هماغه ځایه یې د ارګ په شاوخوا ډیپلوماټیکو ځایونو بریدونه پيل کړل.
د امنیتي سرچینو په وینا بریدګر په یو ډاینا ډوله موټر کې سرای ته ننوتي دي او د ارګ په شاوخوا سیمو ـ چې ولسمشر محمداشرف غني د اختر له لمانځه وروسته وینا کوله ـ راکېټونه ویشتي دي چې ډېر يې په ډيپلوماټیکو ځایونو لګېدلي دي.
د رپوټونو پر اساس، بریدګر د ۱۲ راکېټونو له ویشتلو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو له لوري وژل شويدي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي چې پهدې پېښه کې ۲ پولیس ټپيان شويدي او نور چا ته زیان نهدی اوښتی.
تر دې مهاله د دې برید په اړه کومې وسلهوالو ډلې څه نهدي ویلي.
د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو د ۹۹یمې کالیزې په ورځ ولسمشرغني له طالبانو سره د عرفې له ورځې تر میلادالنبي پورې د اوربند اعلان وکړ؛ خو طالبانو بیا د دې اوربند د هرکلي په تړاو څه نهدي ویلي.





