
په بغلان کې باوري امنیتي سرچینې وايي چې طالبانو د خوراکي توکیو دوه باروړونکي موټر بیولي دي.
سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو د شنبې په ورځ دوه باروړونکي موټر چې د نهرین او بُرکې ولسوالیو پولیسو ته یې خوراکي توکي لېږدول، د بغلان-کندوز له لویې لارې بیولي دي.
د سرچینې په وینا، طالبانو یاد موټر د پلخمري ښار د شپږمې ناحیې اړوند د امنیتي ځواکونو یوې پوستې ته له نږدې ځایه تښتولي او له موټرچلوونکیو سره ډنډشهابالدین ته بیولي دي.
طالبان اوس په نهرین او بُرکې ولسوالي کې له امنیتي ځواکونو سره پر جګړې بوخت دي او د خوراکي توکیو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي.
امنیتي سرچینې وايي، په یادو موټرو کې د نږدې ۳۰۰ پولیسو د یوې میاشتې خوراکي توکي چې اوړه، وریجې، غوړي او بوره پهکې شامل دي، له ځانه سره وړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو د بغلان امنیه قوماندان ویس صمیمي دا خبر ردوي او وايي، پولیس خپل ټول اکمالات د نظامي وسایطو او کتارونو له لارې لېږدوي.
د یادونې ده چې طالبانو له تېرو څو ورځو راهیسې د بغلان-کندوز، بغلان-بلخ او بغلان-کابل پر لویو لارو د چېکپاینټونو په جوړولو سره خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.





